ولسمشراوکه دامریکادلاس آله

لیکوال سیدحبیب الرحمن امام —- دګډحکومت مشرمحمداشرف غني لکه موږ اوتاسې ته چی ښه معلومه ده چې امریکایانو په لومړنيو انتخاباتو کی ناکام کړ اوپه دوهم وار یې کامیاب کړ او یو بل شریک یی هم په څټ کې ور وواهه د دې لپاره چې دی د هغوی لاس پوڅی وګرځي، لکه اوس چې یې موږاوتاسې وېنود مثال په ډول چې کله اشرف غني کښينستۍ سمدستي یې امنيتي تړون امضاء کړ.
هغه تړون چی لویي جرګې لغوه کړی و اوسخت مخالفت یې کړی و، که څه هم په هغه جرګه کې د ملت اصلي استازي یامشران نه و، خوبیا هم د نړیوالو له نظره لویه جرګه وه، د افغانانو یوکلتوري جرګه وه.
بل په امریکاکې د یوموټرپه ټکرکې څوکسان مړه شوه غني د افغانستان څخه وغندل اوکله چې امریکایان د افغان مظلوم ولس په کورونوبمبار وکړي او هغوی شهیدان کړي، دی چپ پاته وي. ولې چې ده ته تش په نامه چوکۍ د امریکایانو په برکت ورکړل شوې ده.
که چیرې غني د بهرنيانو له لوري په عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملکيانو وژل وغندي خوبیاد ده دا جعلي چوکۍ د خطر سره مخ کېږی.
دی کله ولس مشر دی چې ویې غندي خو د امریکایانو بت دی چې په دې مظلوموافغانانو تپل شوی دی، که دی رشتیا ولسمشر وای ده به یوه ورځ په ملکي خلکو د امریکایانو یو برید غندلی وای، چې دا مظلوم افغانان پکې شهیدانیږي.
غندل خو پریږده د ده یوڅوبوټ پاکان یې تايیدوي چې امریکایانوپه بریدکې طالبان وژل شوي دي خوهغه هرچاته ښه معلوم وي چې ولسي وګړي پکې شهیدان شوي دي، که دی ولسمشر وای ده به خپل یو والي (عطانور) بدل کړی وای، دی یو والي نه شي بدلولی او ځان ته ولسمشر وایي.
موږ او تاسې باید د دې څخه قیاس وکړو یوقمندان د امنیې وايې (عبدالرازق) اشرف غني ما نه شي لرې کولای، زه خو ده نه یم ټاکلی، نو قومندان چې ده نه دی ټاکلی، د امریکا څخه سوا بل به چا ټاکلی وي. نو د دې څخه دا معلومیږی چې اشرف غني هیڅ نه کولای شي، نه یې ویلای شي، هرڅه چې کوي یا وایې هغه امریکایان دي، اشرف غني بیچاره خو يواځې یو بت ناست دی، کله چې سټیج ته وخیږي بیا داسې خبرې کوي تاسو به فکر کوۍ چې رښتیا رئیس جمهور دی.
نور دې دا مظلوم ولس په داسې خبرو نه تیروزي او د ده څخه دې هیڅ د ښیګړې توقع نه کوي، ځکه دی خپله یوبیچاره مظلوم دی، نه رئیس جمهور. نه دی دومره استعداد لري چې د غیور او مجاهد ولس نمایندګي وکړي او امریکایانو یې د دې لپاره کښینولی چې افغانان نور وځپي اوښه یې توهین کړي.



