یمن: سعودي او اوماراتي ملیشې له خپلمنځي درنو نښتو وروسته یوځل بیا ښکر په ښکر شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۳ فرید افغان)

په داسې حال کې چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ د عربو ایتلاف هوایي او ځمکني عملیات لا هم دوام لري، له تیرو شاوخوا دوو اونیو راپه دې خوا د سعودي او متحده عرب اماراتو پوځیان سره ښکر په ښکر شوي او تر جګړو وروسته اوس خبره تر ټولو ګواښوونکي پړاو ته ننوتلې.
په یو تازه پرمختګ کې اماراتي ځواکونو د سعودي په مشرۍ ملیشې تحدید کړې چې که د پخواني فقید ولسمشر د ګارډ ۶۶ افسران چې د سعودي ځواکونو سره د بند شپې او ورځې تیروي خوشي نه کړي سخت بریدونه به پرې وکړي.

د الجزیرې خبري شبکې دخبر ترمخه؛ په «الضالع» ښارګوټي کې د امنیتي ادارې چارواکو چې د اماراتو له ملاتړ برخمن دي ورته ویلي، چې ۶۶ افسران چې په عدن ښار کې د ولسمشر علي عبدالله صالح د ځوی طارق صالح د لیدنې پخاطر د اماراتو پوځي اډې “البریقه“ ته پر لاره و د سعودي ځواکونو نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې؛ په البریقه کې د علي عبدالله صالح د ډلې ټول مهم اشخاص میشت دي.
اماراتو ګواښ کړی چې، که یاد افسران خوشي نه شي نو د ولسمشر هادي منصور کسان به چې د سعودي ملاتړ ورسره ده، ترور کړي.
اماراتو همداراز خبرداری ورکړی چې دیادو کسانو په بدل کې به د دوی جنګي الوتکې د هادي منصور د افرادو مراکز په نښه کړي.
تیر کال د اماراتو په استازولۍ د جنوبي یمن انتقالي شورا په نامه یوه شورا رامنځته شوه چې هدف یې د شمالي او جنوبي یمن تجزیه وه او لا هم د اماراتو په په ملاتړ فعالیتونه کوي.
څو ورځې وړاندې د جنوبي یمن په عدن ښارکې هم اماراتي ملیشو د سعودي پر ملیشو درنې جګړې کړې وې چې لسګونو کسانو ته دمرګ ژوبلې اړولو وروسته یو جوړجاړي رامنځته او د بریدونو لړۍ ودرول شوه

د منځني ختیځ کارپوهان وایي؛ ظاهراً په سعودي کې درۍ هیوادونه د دریو موخو لپاره په جګړه کې ښکیل دي ؛ سعودي غواړي ددوی تر واکمنۍ لاندې د هادي منصور په مشرۍ قانوني حکومت رامنځته، امارات غواړي چې یمن تجزیه کړي او ایران بیا غواړي چې حوثي شیعه ملیشې واک ته ورسوي او په دې توګه د حزب الله او نورو شیعه ملیشو غځیدلی تار له لبنان، سوریې یمن آن د ایران تر سپاه پاسداران پورې ورسوي او په دې توګه سیمه تر خپل نفوذ لاندې کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button