د پاکستان د پوځ مشر په رسمي سفر کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۴) د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه په يوه امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره نن سې شنبه کابل ته راغلی دی.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې، کابل ته د جنرال باجوه سفر د تاييد سربيره ويلي چې ټاکل شوې نوموړی به په ننۍ غونډه کې د افغانستان له لوی درستيز جنرال شريف يفتلي، د ناټو او امريکايي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت له قوماندان جنرال نيکلسن او د امريکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جوزف ووټل سره ملاقات وکړي.

په داسې حال کې د پاکستان لوی درستيز افغانستان ته سفر کوي، چې تېره مياشت د افغانستان دوه لوړپوړي چارواکي د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزی او د کورنيو چارو وزير ويس برمک اسلام اباد ته تللي و.

له هغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله مېرمن جنجوعه افغانستان ته ولاړه او دوه ورځې وروسته له کابل څخه يو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ، خو افغان چارواکو وويل د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ خبرې پې پایلې پای ته ورسېدې.

افغان او امریکايي چارواکي تور پورې کوي چې پاکستان پر خپله خاوره طالبانو ته ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي  وايي، د افغانستان  پر نږدې نيمه خاوره طالبان حاکميت لري، له هغه ځايه خپل بريدونه تنظيموي په خبره يې چې امریکا په افغان جګړه کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button