کورنيو چارو وزارت لسګونه منسوبين د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۴) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د څېړنو رياست مشر پاسوال ضيا کوهستانی وايي، د اداري فساد، له دندې د ناوړه ګټې اخيستو، جعل کارۍ او په دنده کې د ناغيړۍ له کبله د دغې وزارت ۱۵۸ منسوبين لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

نوموړی زياتوي، د تېرو شپږو مياشتو په موده کې يې د ۵۴۹ هغو کارمندانو پېښې څېړلي چې له دندو يې ناوړه ګټه اخيستې، جعل کارۍ، د تنخواګانو په حيف و ميل او اداري فساد ککړ دي، زياتوي چې د ۱۵۸ کسانو ۱۲۵ دوسيې يې لويې څارنوالۍ ته استولي دي.

د کوهستاني په خبره، په دغې کسانو کې څلور جنرالان، نوي تنه افسران، دوه پنځوس تنه ساتنمنان او شپږ لوړپوړي ملکي چارواکي شامل دي.

هغه وايي، يو سل دېرش تنه هغه کسان دي چې اخطاريې ورکړل شوي او يا له دندو تبديل شوي دي.

کوهستاني زياته کړه، په دغو دوسيو کې د سلګونه ميليونه افغانيو فساد شوی چې پکې د حامدکرزي د هوايي ډګر د ساتنې کنډک د اتو خيالي عسکرو د څه باندې يو ميليون افغانيو د حیف وميل کولو دوسيې هم شاملې دي.

کورنيو چارو وزارت له تېرو ډېرو کلونو راهيسې پر فساد ککړ دی او د افغانستان د بيا رغونې د څار امريکايي ادارې د تېر کال په وروستيو کې په خپل راپور کې وويل، چې د دغې وزارت پخوانيو کارکوونکو ميليونونه ډالره بې ځايه لګولي دي.

سربيره پر دې افغان ولسمشر اشرف غني او د کورنيو چارو وزارت خپله هم په دغې وزارت کې د پراخ فساد پر شتون اعتراف کړی دی.

ويل کېږي، اوس هم د دغې وزارت ډيری قرارداديان او لوړ پوړي چارواکي په فساد کې ښکېل دي او د ليرې پرتو ولايتونو د پوليسو او امنيتي ادارو په اعاشو، تنخواګانو او البسه کې پيسې وهي او د هغوی امتيازات خپلو جيبونو ته اچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button