کندهار: طالبان او چارواکي يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۴) د کندهار امنيتي مسئولین وايي، د دغې ولايت به نېش ولسوالۍ کې يې د طالبانو بریدونه پر شاه تمبولي او هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو طالبان بيا وايي چې حکومت عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق رسنيو ته ويلي، تېره شپه طالبانو د نېش ولسوالۍ پر ودانۍ د نیولو لپاره عمليات درلودل خو په نيولو يې ونه توانېدل.
نوموړی وايي، طالبانو پر ولسوالۍ له څلورو خواوو بريد وکړ خو په وينا يې په عين حال کې د بهرنيو او افغان ځواکونو هوايي بريدونه کړي، په ترڅ کې يې د هغوی نقليه وسایط او وسلې زيانمنې شوي، ۴۳ طالبان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه د چارواکو دغه ادعا رد کړې او زياتوي چې د يادې ولسوالۍ په لاډو او بکرينه سيمو کې يې له دولتي ځواکونو دوه پوستې نيولي او لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د احمدي په خبره، اوس هم د اوولس تنو وژل شويو عسکرو جسدونه په پوستو کې پراته دي.
نوموړی زياتوي، په ټوله جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او د چارواکو له لوري هغه ادعا درواغ ده ګنې په دې نښتو کې له شپېتو زياتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده، چې تېر کال طالبانو د کندهار نېش ولسوالۍ د جګړې په ترڅ کې ونيوله او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
نېش ولسوالۍ د کندهار په شمال کې د زابل او روزګان ولايتونو پولې ته نږدې پرته ده چې له ودانۍ پرته نورې ټولې سيمې د طالبانو تر واک لاندې دي.



