روسيه: د چورلکې نسکورېدو شپږو روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۴) د روسيې په تومسک ايالت کې د يوې پوځي چورلکې د سقوط له کبله شپږو تنو روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې هېواد د بېړنيو چارو وزارت چارواکي وايي، پېښه تېره ورځ ختيځې سايبريا ته څېرمه د تومسک ايالت کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي، دغه (می ۸) چورلکه د پوځ اړوند وه او د نسکورېدو پر مهال پکې شپږ تنه سپاره و.

د بېړنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د دغې چورلکې د نسکورېدو له کبله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

تر اوسه د چورلکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو چارواکي وايي پلټنې پيل کړي دي. ويل کېږي لوېدلې چورلکې لومړی د بېړنۍ ناستې هڅه وکړه او وروسته نسکوره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د روسيې په پلازمينه مسکو کې يوې سترې مسافر وړونکې الوتکې سقوط وکړ چې له کبله یې ۷۱ کسان ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button