تبصره
د امریکا جمهور رییس ټرمپ چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره، له خپلو نظامیانو او سلاکارانو سره له څلورو میاشتو مشورو وروسته کومه سټراټیژي جوړه کړې ده، په هغه سټراټیژۍ کې سولې ته ځای نه دی ورکړل شوی، یواځې او یواځې په دې خاطر چې له نظامي لیارې طالبانو مات کړي پر جګړه ټینګار شوی دی.
په افغانستان کې د نوې سټراټیژۍ په خپلولو به امریکا طالبان مات نه کړي، خو په افغانستان کې به جګړه دوامداره کړي، چې د افغانستان په ګاونډيو او سیمه ییزو هېوادونو کې به د ناامنیو له رامنځته کولو سره مرسته وکړي.
له امریکا دمخه، برتانیې او روسيې هم په نړیواله کچه، او په ځانګړې توګه په اسیا کې، د امپراتورۍ ناکامې هڅې کړې دی، خو چې هڅې یې ناکامې شوې، بیا یې پر خپلو ناکامو هڅو اعتراف کړی دی؛ خو امریکا، په وار وار د خپلې امپراتورۍ خپرولو لپاره ناکامې هڅې وکړې، اما نه خپلې شومې هڅې په غلطۍ تسلیموي او نه ترې لاس اخلي.
تر افغانستان او عراق مخکې، امریکا د ۱۹۵۸ز کال د مئ په میاشت کې په اندونیزیا کې د ترکیې په څېر د یوه لوی نظامي بغاوت قومانده ورکړه، خو په خپلو هڅو کې یې کامیابي ترلاسه نه کړه.
همدا ډول، د امریکا او چین تر منځ چې تراوسه پورې هراړخیزه سیالي او دښمني روانه ده، دا د امریکا د هغو کړنو پایلې دي چې په ۱۹۰۹ز کال کې یې په چین کې د یوکرانیانو له بغاوت سره د مستقیم پوځي ملاتړ اعلان کړی ؤ، خو کامیابي یې ترلاسه نه کړه. په کلونو کلونو یې په چین کې ناارامیو ته لمن ووهله، خو بیا هم امریکا بې له ناکامۍ نور څه په لاس رانه وړل.
امریکا په افغانستان کې هم د یادو تېروتنو او ناکامیو په څېر د جګړې لار نیولې ده. هغه پالیسي پر مخ بیايي چې د جګړې د دوام سبب ګرځی. امریکا په نړیواله کچه په ټولو هېوادونوکې د ناارامیو د رامنځته کېدا مسئوله ده، خو بیا هم له تېرو ناکامیو عبرت نه اخلي.
امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې، چې په افغانستان کې یې تر یو لک زیات پوځونه میشت وو، د هر ډول وسلوپه استعمال او بمباریو یې طالبانو ته ماتې ورنه کړه، اوس به په هېواد کې د پاتو ۱۳۰۰۰پوځونو په موجودیت، چې د هغو هم وخت پر وخت تابوتونه امریکا ته لېږدول کېږي، طالبانو ته څرنګه ماتې ورکړي؟
ټرمپ په خپل ناکام غرور په افغانستان کې د امریکا د ۱۹۴۸ز کال د جنوري د میاشتي د جوړ قانون د۴۰۲یمې مادې پر خلاف، په افغانستان کې پر جګړه ټینګار کوي او د جګړې دوام لپاره زمینه سازي کوي.
په افغانستان کې د روانې جګړې د حل لپاره بې له دې چې د مذاکراتو لیار خپله شي، بله لار نشته. طالبانو دواړو ته ملاتړلې ده او تر هغو به د اشغالګرو په مقابل کې جهاد ته دوام ورکوي څو د کامیابۍ درشل ته نه وي رسېدلي.
دا چې د امریکا د جمهور رییس تګلاره په افغانستان کې د جګړې دوام دی، پایلو ته دې یې انتظار وباسي.
افغان چارواکو د افغانستان لپاره د ټرمپ له پالیسۍ هرکلی کړی او د ځان لپاره یې ګټوره بللې ده، خوپر دې یې فکر نه دی کړی چې د امریکا جګړه ییزه پالیسي ده چې تراوسه پورې په افغانستان کې اور بل دی او ملیونونه خلک کډوالۍ او دربدرۍ ته مجبور شول.
که امریکا فکر کوي چې د جګړې په دوام به له طالبانو نیول شوې سیمې بیا ونیسي، په دې فکر به نورې سیمې هم له لاسه ورکړي، ځکه افغان ولس د امریکایي پوځونو ملاتړ نه کوي. پخپله په پوځ کې افغان ځوانان پر امریکایي پوځونو د ټوپک شپېلۍ راګرځوي او وژنې یې؛ امریکا به بې له دې چې پر خپلو ناکامیو یې اعتراف ته ورسوي، نور څه به به لاس ورنه شي.

















