معاصر فکري ارتداد

لیکنه عزام حقاني

درسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلته وروسته په عربو کي یو طوفان راغی چي اکثره قبیلې داسلام له مبارک دین څخه مرتدې شوې ،
خوالله جل جلاله نه غوښتل چي یو ځل بیان جهان دجاهلیت په تیارو کي راګیر شي، اوخدای مکړه چي هغه بل شوی څراغ مړشي چه په رڼا سره یې په نړۍ کې یو لوی بدلون منځته راغلی، نو الله جل جلاله په مسلمانانو باندي داسي یو مشر پیرزو کړ چي هغه په ډیره میړانه ، تدبر اوبې ساری عزم او ایمان سره د راپیدا شوي ارتداد مخه ونیوله او تر خاورو یې لاندي کړ ، او بل هغه اجباري ارتداد وو چي داندلس مسلمانان ورسره مخ شول ، او هغه پاته مسلمانان چه په اندلس کی وو دنصرانیانو لخوا په زور سره مرتدان شول، او همدارنګه په هندوستان کی په ځینو ځایونو کې هغه کم عقله او ضعیف النفسه مسلمانان له اسلامه ( برهمیت) یا آریایت ته مرتد شول ، نو اسلامي تاریخ د ارتداد ډیري پیښي لیدلې دي، خو په دي ورستیو کي اسلامي نړۍ له داسي پیچلي او ګونګ ارتداد سره مخ شوه چي ټوله اسلامي نړۍ یې له یوه سره تربله ونیوله او ترټولو جالبه لا داچي په دي معاصر ارتداد اخته کسان ټول هغه خلک دي چي ځانونو ته ډاکټران، پوهاندان او روشنفکره وایې او یو به هم بې سواد نه وي، ولي په پخواني ارتداد اخته او مرتد شوي کسان بې علمه، ناپوه او کم عقلان وو، اوبله جالبه لا داچي مرتد شوی کسان دا فکر بیخي نه کوي چه زه دي له اسلامه څخه اوښتی او مرتد شوی، ځکه غرب داسي افکار او نظریات شرق ته را وارد کړل چي په ظاهره ډیر خواږه خو په باطن کې زهر او سوچه کفر وو چي په ډیر اسانۍ سره یې دخلکو زړونو او افکارو ته داخل کړل، دغه ارتداد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخته تر ننه پوري په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لوی ارتداد دی، داځکه ډیر پیچلی او پټ ارتداد دی چي په اخته کسان نه کلیسا او نه دبل دین معبد ځي ، نو ارتداد همغه ارتداد ده خو بڼه اوشکل یې بیل ده هغه له زکات څخه منکر وو او دغه د الله د دین دحاکمیت له طاغوت سره د دښمني او جهاد څخه، هغه زکات ورکول تاوان ګاڼه او دنن هغې د دین حاکمیت له کفر سره دښمني او جهاد د بې تمدنه او وروسته پاته خلکو کار ګڼي ، دنن مریضان ځکه دا خبره کوي چي د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، هیومنیزم، کمونیزم او نورو ګنده افکارو او ایډیالوژیو تر تأثیر لاندي راغلي او هغو یې په زړونو کی ځای نیولی، د افسوس ځای داده چي بې شمیره مسلمانان له اسلام څخه مرتد شوی، خو زموږ علماء او پوهان ساکته دي او دخطر په هکله یې هیڅ نه وایې او اکثره خو یې بیخي پیژنی لا نه، چي هغه کوم نظریات دي چی په منلو سره یې یو مسلمان د اسلام له دایرې خارجیږي،
د ارتداد قضیه پیښه ده خو ابوبکر صدیق رضي الله عنه نشته ، په له منځه وړلو کې به دابوبکر په څیر چلند کوو یعني هغه هم دارتداد سرغنې او مشران قتل کړل او دنورو سره یې دافهام او تفهیم له لاری مشکل حل کړ . نو نن به هم په ډیر حکمت ، عزم او صبر سره به یې په وړاندي چلند کیږي، ځکه دزور له لاري نور هم مشکل ډیره وي ځکه کوم کسان چي ددي غربي نظریاتو او افکارو په دفاع کي ولاړ وي له هغو سره به جنګ وشي په جنګ به یې ختم کړي خو هغه نور خالي لاسه وګړي چي نه یې دفاع کوي بلکي یوازي یې په ظاهره غولیدلي په ډیر تدبیر ، حکمت او حوصلې سره به پوهول کیږي او ددی نظریاتو او افکارو بدیاني او نواقص به ورته بیانیږي، څو بیرته داسلام دین ته په خالصه تو ګه راواوړي او له زړونو څخه یې هغه دارتداد خیری ورک شي .

دروښانه سبا په هیله چي ټول مسلمانان تر یو سوچه اسلامي نظام لاندي دیوالله په عبادت لګیا وي!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button