
د سيکولر او ديموکراتو نظامونو اهداف
لیکوال: شهاب لیوال
سيکولر (دیمکرات) ملکونه د ديموکراسۍ ترچتر لاندې ظالم، ارتجاعي او کپیټلستي ملکونه دي چی نه انسانیت پیژني او نه د کوم خاص مکتب خاوندان دي، د بشري حقوقو، د ښځو حقوقو، ديموکراسۍ او ښوونې او روزنې، تر نومونو لاندې خپل شومو اهدافو ته د رسېدو په خاطر یې دعامه او ناپوهه انسانانو اذهان ځان ته مات کړي او ناوړه ګټه ترې اخلي.
سکیولرانو نړۍ له انرشیزم، بې دينۍ، بې باورۍ او حیوانیت سره مخ کړې، رحم، عاطفه، انساني او اخلاقي ارزښتونه یې له منځه وړي. ښځه يې بې ارزښته کړې، عزت، ابرو او عفت يې ترې لوټلی دی، او یوازې د تجارتي توکو په ډول يې کاروي، د انسانانو تر منځ یې طبقاتي درجه برابره کړې.
د ترهګرۍ سره د مبارزې پر ضد تر شعار لاندې یی د نړۍ په هر ګوټ کې ناورینونه زيږولي او د عام وژنې او وحشتونو په ترڅ کې يې د مستضعفو ولسونو سرمایه او ژوند له خاورو سره خاورې کړی.
سيکولریزم ولې د اسلامي هیوادنو د اشغالولو هوډ لري؟
سيکولر هيوادونه د لاندې اهدافو ترلاسه کولو لپاره، اسلامي هيوادونو ته د جګړو لمن غځوي، او د اشغال هڅه يې کوي:
۱ـــ معادن او زېرمې يې ترخپل کنټرول لاندې راوستل:
د نړۍ په کچه اسلامي هیوادونه سرشاره معادن لري که څه هم اکثره يې تر اوسه استخراج شوي هم نه دي، خو د نړۍ د نفتو او ګازو 70 سلنه زیرمې په اسلامي هيوادونو کې دي، نو غواړي چې دغه معادن د دوی په کنټرول کې وي.
۲ـ د خپلو جنګي وسائلو او پرمختللې تکنالوژۍ تجربه کول او پلورل:
اسلامې هیوادونو ته د جګړو په لمن غځولو سره يې بله ستره موخه دا وي، چې خپلې وسلې، الوتکې او جنګي تکنالوژي په کمزورو اسلامي هيوادونو کې په مظلومو ولسونو تجربه کړي. او بیا د دغو تجربه شوو وسائلو په پلورلو سره خپل اقتصاد پياوړی کړي.
هر هيواد او یا ډله چې د دوی د پورتنيو دوه وو ګټو د ترلاسه کولو په وړاندې خنډونه جوړوي او د پرمختګ مخه يې نيسي، او يا يې په کوم هيواد کې خپلې اقتصادي او نورې ګټې ترسترګو شوې، هلته د ترهګرۍ او په نورو نومونو بهانې جوړوي او جګړه ورغځوي.
د نړۍ په هیڅ ګوډ کې به داسې یو اسلامي هيواد پیدا نه کړی شو چی د سکیولر هیوادونو له لوري له ستونزو سره مخ نه وي، آن تردې چی په ټولو اسلامي هیوادونو کې یې د خپلو لاسپوڅو په مټ سکیولر نظامونه واک ته رسولي دي.
که څوک سيکولر استعمار او استثمار ته ژوره کتنه وکړي ورته به څرګنده شي، چې دغه غربي نيواکګر هيوادونه په بېلا بېلو بهانو په اسلامي هيوادونو باندې خپل وحشيانه يرغلونه ترسره کوي، لکه: بشري حقوق ، د ښځو حقوق، د بيان ازادي، ديموکراسۍ او نور.
سکیولریزم یو نوی دین دی چې د کلیسا د ظلمونو او سروت ټولونې په وړاندې غربیانو رامنځته کړی، او بيا يې وروسته د خپلو اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو په موخه او د مسلمانانو د اتحاد له منځه وړلو لپاره اسلامي هیوادنو ته رسولی.
په افغانستان کې د سکیولرستي مکتب مؤسس د امان الله خان خسر محمود طرزی دی، بیا ورپسې نور الحادي مکتبونه لکه کمونیزم، لبرالیزم، کپيټليزم او سکیولریزم پرله پسی زمونږ هیواد ته دغربیانو د اجنټانو لخوا راوړل شول، او زمونږ هیواد يې له ناورینونو سره مخ کړی.
د انسانیت او اسلامیت د دښمن یعنې د سکیولرستي له باطل مکتب سره د مبارزې لپاره له ښاغلو او آغلو لیکوالانو څخه هیله لرم چې د خپلو انساني او اسلامي مسئولیتونو له مخې د مظلومو هیوادوالو د حقوقو او وجایبو ترلاسه کولو، دویده ضميره انسانانو د ویښولو، او د سکیولرانو د دسيسو د شنډولو په موخه د ژوند تر پایه د خپلو ليکنو او هڅو په مټ د سيکولرو هیودانو مغرض اهداف عام ولس ته په ډاګه کړي، که داسې وکړل شي د استعمارګرو هيوادونو له منګلونو څخه به مظلوم ولس وژغورل شي.
رښتينی انسان په دې عقیده وي چې د ځمکې په سر هیڅ شداد، نمرود او فرعون تر پایه خپل شومو اهدافو ته نه دی رسېدلی نو د دې عصر سکیولر کفري زورواکان او د هغوی غلامان هم له منځه تلونکي دي، د دوی ظلمونه به دوې تباه کړي، ځکه الله ﷻ له مظلومانو سره دی.



