دفاع وزارت: په ټول افغانستان کې له ۳۰ زره وسلوالو سره په جګړه بوخت یو
د رادمنش خبرو ته په کتو سره اټکل کیږي چې د ۲۰ زرو په شاوخوا کې طالبان د نړیوالې ټولنې او افغان عسکرو د سلګونه زرو هوایي او ځمکني قوتونو پرضد پر مبارزه بوخت دي په داسې حال کې چې د دفاع وزارت رسماً مني چې همدا شمیر طالبان په ۴۵ سلنه افغان خاوره په کامله توګه واکمن دي

دفاع وزارت: په ټول افغانستان کې له ۳۰ زره وسلوالو سره په جګړه بوخت یو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۴ فرید افغان)
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي چې سلګونه زره وسلوال پوځ یې د زرګونونو بهرنیو ځواکونو په ملتیا او له ټولو هوایي او ځکمنیو ځواکونو څخه په استفادې د ۳۰ زره کسیز وسلوالو مخالفینو د ګروپونو پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي وویل؛ په دې ۳۰ زرو کسانو کې داعشي ملیشې، طالبان، مافیایي شبکې او نورې جنایي ډلې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د جګړه مارو ډلو شمیر ۳۰ زره دی، خو داخلي ملاتړ یې دومره پیاوړی دی چې لوی تهدیدات یې متوجه کړي او د ټولنې زیات قشر یې ځانته جلب کړی دی.
رادمنش وویل؛ “د داعشیانو په هکله به رښتیا ووایو، هغوی ټولټال ۳۰۰۰ تنه دي او د سوق او مدیریت مرکز یې په ننګرهار کې دی چې د عملیاتو پرمهال تر ډیره د کرښې پورې غاړه اوړي.“
نوموړی داسې مهال د ۳۰ زرو وسلوالو مخالفینو له حضور خبر ورکوي چې د بي بي سي د تیرې اونۍ د وروستي څیړنیز راپور تر مخه؛ چې طالبان د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره فعالیت او حاکمیت لري.