کرکټ: افغانستان له زمبابوی څخه د کرکټ درېيمه يو ورځنۍ لوبه وګټله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۵) د افغانستان او زمبابوی د کرکټ يو ورځنيو روانو سياليو په لړ کې افغان لوبډلې په درېيمه لوبه کې زمبابوی ته په ستر توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه زمبابوی لوبډلې وګټله، د توپ وهنې پریکړه يې وکړه او افغانستان ته يې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۲۸ اور کې پوره کړ او د يو ورځنيو سياليو درېيمه لوبه يې وګټله.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان تر ټولو ښه لوبغاړی ثابت شو او په اته اعشاريه دوه اورونو کې يې د زمبابوی پنځه لوبغاړي وسوځول.
دغه راز په توپ وهنه کې تر ټولو زياتې ۵۶ منډې رحمت شاه زرمتي وکړې او ورپسې ناصر جمال ۵۱ منډې جوړې کړې.
د دواړو هېوادونو تر منځ د کرکټ دوه يو ورځنۍ لوبې پاتې دي، د دواړو لوبو څخه يوه بايد افغانستان وګټي ترڅو د پنځه ورځنيو لړۍ اتلولي خپله کړي.
د افغانستان او زمبابوی تر منځ څلورمه يو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ مياشتې په شپاړلسمه نېټه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.



