داودافغان:طالبانو په هلمند کې د ټولو مکاتبو دخلاصون ژمنه کړې اوس له بهانې پرته هيڅ خنډ نه شته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۲۴ فرید افغان)

د پوهنې وزارت استازی او مدني فعال داود افغان پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي چې په هلمند ولایت کې یې د طالبانو له مشرانو او مسؤلینو سره کتلي او هغوی ورته په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نوموړی وایي؛ له طالب استازو سره مو د ښونځیو په بیا خلاصون، او یو شمیرو نورو مواردو خبرې وکړې چې ټولې ومنل شوې.

په هغه توافقنامه کې چې د پوهنې ریاست د ټیم او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې، راغلي چې؛ اسلامي امارت د مدارسو، مکاتبو او ټولو اداري تعمیراتو حفاظت په ښه توګه ترسره کوي او دا یې دځان مسؤلیت بللی دی.
همداراز ،حکومتي لوری به د ټولو تړلو مدرسو او ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړه به جدي هڅې کوي ، طالبان به په کامل اطمينان سره د ښونځیو نظارت ترسره کوي او ترڅنګ به یې هغوی د معارف اړوند د هیڅ ډول ودانيزو پروژو د پلې کولو مخه نه نیسي .
له دې سره سره به د معارف د ټولو غصب شويو ملکيتونو بيا خلاصول او معارف ته تسليمول، د طالبانو له خوا د معارف د نصاب د تدریسي کتابونو او قرطاسیې ډاډه انتقال، په لري پرتو سيمو کې د همکارو موسساتو لخوا د زده کوونکو لپاره د ټولګيو تاسیس ته اجازه او ورته نوري مادي شاملي دي.

طالبانو ژمنه کړې چې که ددوي تر لاس لاندې سيمو کې هر نظامي يا ملکي کس د ښوونځي د پرانستلو په اړه خنډ جوړاوو، د هغوی لخوا به په سزا رسول کیږي.
د افغان په خبره؛ اوس د ټولو تړلو ښوونځيو او ديني مدرسو د بيا پرانستلو په اړه له بهانې پرته هيڅ خنډ موجود نه دی.
افغان پر خپله فسبوک پاڼه د طالبانو له همکارۍ مننه کړې او زیاتوي “ زه د خپل کارنده ټيم په استازيتوب د طالب وروڼو لخوا د پوهنې د روان بهير سره د همېشنیو او بې درېغه همکاريو څخه غرونه، غرونه مننه کوم، او په دې سپېڅلې لاره کې يې د بري هيله کوم.“
د یادونې وړ ده چې د هیواد په مختلفو برخو کې سلګونه ښوونځي د طالبانو تر واکمني لاندې دي چې اړوندان یې د ښې روزنې، او پابندۍ څخه خوښ دي او زیاتوي چې د طالبانو له پوهنیز بهیر څخه راضي دي.
د یادونې وړ ده چې په تیر کې د هلمند په څیر یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو په پلمه دولت په لوی لاس ښونځي تړلي چې طالبانو او سیمیزو ولسونو یې په ځلونو د خلاصون غوښتنه کړې خو نه ده منل شوې.
داځل هم طالبانو په دې ولایت کې د دې بهیر د پیل غوښتنه کړې وه.
باید وویل شي چې د هیواد په ځینو برخو کې اوس هم د طالبانو له نوم څخه په استفادې حکومتي چارواکو خیالي ښوونځي او روغتیایي مراکز د خپلو شخصي ګټو په خاطر ثبت کړي ، خو طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې دوی له ټولو عام المنفعه چارو ملاتړ کوي او په دې بهیر کې یې دکاملې همکارۍ او مرستې ډاډ هم ورکړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button