(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۵ فرید افغان)
د ارګ مرستیال ویاند نجیب الله آزاد چې ارګ یې د غیر حاضري له امله د دندې څخه د لرې کولو ادعا لري، نوموړي د دط خبرو د رد ترڅنګ، په ارګ کې دننه له سختو اختلافاتو او پراخ فساد څخه پرده پورته کړې.
آزاد چې نن رسنیو ته په یو خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل؛ په ارګ کې د یوې ځانګړې کړۍ له خوا چې نوموړي یې له نوم اخیستلو ډډه وکړه، پراخ فساد او درغلي روانه ده.
د ارګ د ویاند په خبره چې؛ په ګمارنو کې روابطو ته پر ضوابطو اولویت ورکول کیږي چې هیڅ وړ او با استعداده ځوان ته له پیسو پرته چې په ارګ کې واسطه ونه لري په حکومتي اداراتو کې دنده نه ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې، په دې برخه کې کافي اسناد لري او له ولسمشر سره یې هم شریک کړي چې په وینا یې په لنډ وخت کې به یاد اسناد له رسنیو سره هم شریک کړي.
ازاد وویل؛ چې تیر ماښام د ولسمشر یوه بل ویاند مرتضوي ورته زنګ وواهه او له نوموړي یې وغوښتل چې د رسنیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړي او د ارګ په وړاندې باید چوپه خوله واوسي .
تر ازاد څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رئیس احمد داوود نورزي هم په ارګ کې د سختو اختلافاتو له امله استعفا ورکړې وه.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ارګ، د سلام رحیمی، حنیف اتمر، اکرم خپلواک، معصوم ستانکزي او اکلیل حکیمي ترمنځ د سختو کشمکشونو ځای ګرځیدلی او هر یو هڅه کوي چې خپل اقارب او دوستان لوړو پوسټونو ته وګماري او د چارو واک تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې ارګ د عطانور سره د ناندریو سخت پړاو ته هم ننوتلی او تر ټولو لوی ګواښ ورته متوجه دی.
















