شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بیا ویجاړول، د نیم افغانستان یوه بله ستونزه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 14, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
460
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : عبدالستار سعید

د فبرورۍ د میاشتې په ۹ مه نیټه د بي بي سي په ګډون یو شمیر رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا له ملاتړه برخمن افغان ځواکونه د هیواد شمال تخار ولایت کې د درقد هغه ښارګوټي ته ورسیدل چې له دې وړاندې د طالبانو په واک کې و. خو رسنیو دا ونه ویل چې وروسته هلته څه پیښ شول؟

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې د ینګي قلعه، خواجه بهاوالدین او درقد ولسوالۍ له یو بل سره پیوسته پرتې دي. د دې ولسوالیو خلکو څه موده وړاندې د یوه مشترک اقدام له مخې فیصله وکړه چې د شور عرب په سیمه کې د درې واړو ولسوالیو ګډ بازار جوړ کړي. دا له بیکارۍ او اقتصادي ستونزو سره دمخ افغان اولس لخوا د خپل ډول نوی اقتصادي تشبث و چې له مخې به یې د دریو ولسوالیو خلک د یوه ګډ مارکیټ او کارځای مالکان ګرځیدل او شاید په محلي کچه یې اوزګارو ځوانانو ته کار پیدا او د اقتصادي انکشاف څرخ ته حرکت ورکړی وای.

په کومه دښته کې چې د دغه ښارګوټي نقشه وایستل شوه د شور عرب سیمه ورته وایي. دا سیمه د درقد ولسوالۍ مربوط ده خو د ینګي قلعه او خواجه بهاء الدین ولسوالیو اوسیدونکي هم ورته مساوي لاسرسی لري. د شور عرب ښارګوټي له بنسټ ایښودلو وروسته ډیره زر وده وکړه. د څو میاشتو په جریان کې په کې له زرو زیات دوکانونه په پاخه ډول جوړ او پرانیستل شول، د ګڼو نورو مارکیټونو کار هم په چټکۍ روان و، د مسجد، ښوونځي، کلینک، لوبغالي او نورو عامه تاسیساتو لپاره هم ځمکې تعین شوې او د ځینو د جوړولو کار پیل شوی و. په وروستیو کې ښار ګڼه ګوڼه پیدا کړې وه او ورځ په ورځ د پراختیا او غوړېدو په حال کې و.

خو د تخار ولایت له نورو ښارونو سره د دې ښارګوټي توپیر په دې کې و چې دغه سیمه د طالبانو په واک کې وه،حکومتي قواوې چې د دې ښارګوټي د نیولو لپاره یې عملیات پيل کړي وو طالبانو ورسره ځکه مقاومت ونکړ چې د خلکو شتمنیو ته د زیان اوښتو او د بازار د تخریب ویره وه. طالبان له دې سیمې په شا شول، اما کله چې حکومتي عسکر د شور عرب ښارګوټي ته ورسیدل، سم د واره یې د ښار په نړولو پیل وکړ. حکومتي ځواکونو له ځان سره ګڼ شمیر اسکواتورونو راوستي وو چې په وسیله یې د شور عرب د ښارګوټي د زر شاوخوا دوکانونه، مارکیټونه، مسجد، روغتون او نور عام تأسیسات په منظم ډول تخریب او یو ودان ښارګوټی په نړیدلې کنډواله بدل شو.

د شور عرب د ښارګوټي سیستماتیک او عمدي تخریب د دا ډول پیښو لومړنۍ نه ده، بلکې د افغانستان ټولې هغه سیمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي عامه تاسیسات لکه بازارونه، ښوونځي،مدرسې او حتی روغتونونه یې د حکومتي ځواکونو لخوا د عمدي تخریب له ګواښ سره مخامخ دي.

څومره سیمه د منظم تخریب له ګواښ سره مخ ده؟

طالبان چې له تیرو ۲۳ کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي صحنه کې فعال دی او په افغانستان د امریکا له برید وروسته یې د تیرو ۱۷ کلونو په جریان کې د کابل د حکومت په وړاندې د یوه موازي نظام په حیث مقاومت کړی همدا اوس د افغانستان له نیمایي زیاتې سیمې تر واک لاندې لري.

د تېرې جنورۍ میاشتې په دیرشمه نیټه په افغانستان کې د بي بي سي دفتر په خپله خپره کړې سروې کې وویل چې د افغانستان په اویا فیصده اراضي طالبان ښکاره فعالیت لري

بي بي سي وویل چې د دغې سروې معلومات یې د افغانستان په ټولو ۳۹۹ ولسوالیو کې له ۱۲۰۰ څخه زیاتو سرچینو نه ترلاسه کړي چې وروسته یې د هرې پیښې پوښتنه له ۲ تر ۶ سرچینو سره شریکه کړې چې د ټولو له لوري تائید شوې.

د بي بي سي د سروې په پایلو کې راغلي چې ۱۵۰۰۰۰۰ پنځلس ملیونه خلک په داسې سیمو کې پراته دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا طالبان پکې په ښکاره ګرځي او بریدونه ترسره کوي. راپور لیکلي چې طالبان په ګڼو ولسوالیو له مکمل تسلط تر څنګ په ۲۶۳ ولسوالیو کې چې دافغانستان ۶۶ سلنه خاوره تشکیلوي فعال او څرګند حضور لري.

د افغانستان دغه تر نیمایي زیاته جغرافیه چې د دې هیواد نیمایي نفوس( ۱۵ میلیونه خلک) په کې اوسي زیاتره کلیوالي او اطرافي سیمي دي.په دې سیمو کې ګڼ شمیر ښارګوټي هم شته چې واک یې د طالبانو په لاس کې دی او عام خلک په کې ورځنی کاروبار او تجارتي راکړه ورکړه ترسره کوي. خو په دې وروستیو امریکایانو او د هغوی ملګرو داخلي عسکرو د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې د ښارګوټو او د نورو عام المنفعه تأسیساتو د منظم تخریب عملیه پیل کړې چې د تخار د شور عرب ښارګوټي تخریب یې یوه بیلګه وه.

نړول شوي بازارونه

د امریکایانو او کابل حکومت لخوا د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې( چې د افغانستان تر نیمایي زیاته اراضي تشکیلوي) د بازارونو تخریب په دې وروستیو کې زور اخیستی. په هلمند کې د سنګین بازار چې سل کاله پخوا ودان شوی و او په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې ډیر انکشاف کړی و، کله چې په تیر پسرلي کې ترې حکومتي ځواکونه اود هغوی امریکایي ملاتړي وتل، نو له وتلو سمدستي وروسته یې د سنګین ټول ښار په منظم ډول بمبار او داسې تخریب کړ چې ددې ښار په زرګونو دوکانونه، مارکیټونه، مساجد، حکومتي ودانۍ او نور تاسیسات یې له خاورو سره برابر کړل. د سنګین بازار د منظم او قصدي تخریب په پایله کې د سنګین د قومندانۍ هغه تاریخي ودانۍ هم له منځه لاړه چې په افغانستان کې د نیمۍ پیړۍ پخوا شاهي نظام دوخت میراث و او تاریخي اهمیت یې درلود. امریکایانو په دې بمبار سره په سنګین بازار کې ټول هغه دیوالونه بیرته ونړول چې په تیرو څو کلونو کې یې دلته د ولایتي بیارغونې د پروګرام له مخې جوړ کړي وو. له سنګین څخه د شاتګ په تعقیب د دې ښار په مکمل تخریب سره امریکایانو افغان اولس ته پیغام ورکړ چې زموږ بیا رغونه او انکشافي کارونه په دې شرط مشروط دي چې دلته به واکمني هم زموږ وي او که په کومه ورځ موږ له افغانستان څخه وځو، نو دا مو حق دی چې خپل انکشافي کارونه او جوړ کړي تعمیرات هم بیرته په لوی لاس تخریب کړو.

د سنګین د بازار له تخریب وروسته امریکایي او داخلي عسکرو په تیرو میاشتو کې په هلمند کې څو نور بازارونه هم ړنګ کړل. په موسی کلا ولسوالۍ کې ښایسته بازار ته داخلي او امریکایي کوماندویان د هوا له لارې ورغلل او په شپه شپه کې یې په بمونو لوټه لوټه کړ،په ګرمسیر ولسوالۍ کې دوشنبه بازار هم په ورته ډول ونړول شو. د هلمندپه جنوب دیشو ولسوالۍ کې رباط بازار د امریکایي بي دوه پنځوس طیارو لخوا بمبار او ټول دوکانونه یې تخریب شول. یاد شوي ښارګوټي چې د اولس لخوا جوړ شوي او د سلګونو میلیونو ډالرو په بیه تجارتي اموال په کې پراته و له ټول هست او بود سره له منځه یووړل شو. د دې نړول شویو ښارګوټو یوازینی جرم دا بلل شوی چې دا په هغه نیم افغانستان کې واقع و چې د طالبانو تر واک لاندې دی.

تخریب شوي روغتونونه

د طالبانو تر واک لاندې نیم افغانستان کې یوازې بازارونه په تخریب نه دي محکوم، بلکې کلینکونه او روغتیایي مراکز هم د امریکایانو لخوا د اشد مجازات ( تخریب) وړ بلل کیږي.

د وردګو ولایت دتنګي دره له تیرو لسو کلونو راهیسې دطالبانو تر واک لاندې ده، د دې سیمې خلک غریب بزګران دي. د سره صلیب موسسې د دې سیمې د خلکو لپاره کلینک جوړ کړ تر څو خلکو ته لومړنۍ مرستې، واکسینونه او طبي خدمات عرضه کړي. خو یوه شپه امریکایي او افغان کوماندویانو ناڅاپه په دې کلینک چاپه ووهله، د کلینک طبي سامانونه یې څه تخریب او څه چور کړل او د روغتون وداني یې په بمونو والوځوله. د وردګو ولایت په جلګه ولسوالۍ کې تیر پسرلۍ په ورته ډول یو بل کلینک هم ځکه ونړول شو چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې عامو خلکو ته یې طبي خدمات رسول.

د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالي یوه له هغو غرنیو سیمو څخه ده چې واک یې د طالبانو په لاس کې دی. یوې خیریه مؤسسې په دې سیمه کې د اولسي خلکو لپاره روغتون جوړکړ، خو امریکایي او داخلي عسکرو په سیمه کې دعملیاتوپه مهال د سیمیز بازار دوه ساتونکي ووژل او کلینک یې په بمونو والوځاوه.

بادغیس ولایت دافغانستان یوه له هغو سیمو ده چې خلک یې تر نورو ډیر غریبانه ژوند لري. د دې سیمې خلک حتی لومړنیو طبي خدماتو ته هم لاسر سی نلري. یوې خیریه مؤسسې د بادغیس ، د غورماچ ولسوالۍ د تیز ناوې په سیمه کې د عامو خلکو د علاج لپاره روغتون جوړ کړی و چې د امریکایي الوتکو لخوا د نامعلومو دلائلو په اساس بمبار، یو ساتونکی یې قتل او کلینک په بشپړ ډول له منځه یووړل شو.

هلته چې له ښوونځیو پوستې جوړې دي

د افغانستان د نیمایي نفوس( هغه چې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې ژوند کوي) بله ستونزه دا ده چې کله حکومتي عسکر په دې سیمو کې عملیات وکړي او کومه سیمه نیسي، نو د سیمې ښوونځي، مدرسې او تعلیمي ادارې په پوستو بدلوي. د کندهار ښار په ګاونډ کې د پنجوايي، ژړۍ او ارغنداب ولسوالۍ چې پخوا د طالبانو تر واک لاندې وې، کله چې دا سیمې حکومتي ځواکونو ونیولې، نو خپل محلي پولیس( اربکیان) یې په هغو ښوونځیو کې ځای په ځای کړل چې پخواپه کې د سیمې ماشومانو درس وایه.

په دې ولسوالیو کې تر ۳۰ زیات ښوونځي په امنیتي پوستو بدل شوي دي. د حکومت د امنیتي ادارو مشران دلیل وایي چې دوی په دې سیمو کې د نویو پوستو او پوځي تاسیساتو لپاره لازمه بودیجه نلري نو ځکه له ښوونځیو کار اخلي. دغه راز څرنګه چې د اکثره ښوونځیو ودانۍ پخې جوړ شوې او د سپکو وسلو د مرمیوپه وړاندې مقاومت لري حکومتي عسکر د خامه ودانیو په نسبت د ښوونځیو پخو ودانیو ته ترجیح ورکوي. خو ددې کار منفي نتیجه دا ده چې له امله یې په لسګونو زره ماشومان له خپل اساسي حق ( زده کړو) څخه بې برخې پاته کیږي. دا چې همدا اوس د هیواد په جنګي سیمو کې د بي سوادۍ کچه زیاته ده یو علت یې همدا بلل کیږي چې دماشومانو ښوونځي حکومتي عسکرو او ملیشو اشغال کړي دي.

وروستۍ خبره

د حکومتي قواوو او د هغوی دامریکایي ملاتړو لخوا په منظم ډول د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې د بازارونو او کلینکونو نړول او د ښوونځیو په وړاندې نامسؤلانه چلند د دې ښکاره نښې دي چې امریکایان او د افغان حکومت چاروکي د افغانستان د هغه نیمایي اولس حقوقو ته کومه اعتناء نلري او نه هم دهغوی لپاره د ژوند، رفاه او اقتصادي انکشاف هغه حقوق په رسمیت پیژني چې دوی ورباندې په خپلواعلامیو او تبلیغاتو کې ټینګار کوي.

بازار، کلینک او ښوونځی که هر ځای او د هر چا تر واک لاندې ساحه کې وي، د اولس مال دی او د عام المنفعه تاسیساتو له جملې بلل کیږي. د ددا ډول تاسیساتو نړول په حقیقت کې د اولس په مرۍ پښه ایښودل او له اولس څخه د ژوند حق اخیستل دي.

د حکومتي واک له ساحې بهر د هیواد هغه نیمایي نفوس چې دنړیوالو د میلیاردونو مرستو له جملې ورته لږ انداره هم نه ده رسیدلې، اقلا دا حق خو لري چې دخپلو مټوپه زور او خولو په تویولو ځان ته دوکان او بازار جوړ کړي تر څو ځان او خپل اولاد ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي. د اولسي خلکو د بازارونو نړول او د ژوند داساسي اسانتیاو ترې اخیستل په دې علاوه چې یوه غیر دیني او غیر ملي کړنه ده بلکې د انسانيت په لحاظ هم نامشروغ او حتی ظالمانه عمل بلل کیږي. که د هیواد په لر اوبر کې تر بیلابیلو تورونو او عنوانونو لاندې داولسي خلکو د دوکانونو، ښارګوټو او کلینکونو د تخریب عملیه ونه درول شي نو دا به د افغانستان د غریب اولس ستونزې نورې هم زیاتې او د سترو اولسي غمیزو لامل به وګرځي.

مخکینې مطلب

د جمهوري ریاست ویاند: په ارګ کې دننه سخت فساد او واسطه بازي روانه ده

بل مطلب

نی: د حکومت په چوپړ کې لګیا رسنیو څخه حکومتي ویاندویان اړین معلومات پټوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com