(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۵ فرید افغان)
د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ “نی“اجرایه رئیس مجیب خلوتګر نن په یوه خبری ناسته کې یوځل بیا پر حکومت تور ولګاوو چې اطلاعاتو د رسیدنې قانون ته درناوی نه لري او دپیښو دجزئیاتو په پټ ساتلو سره رسنیو ته یواځې سانسور شوي مواد سپاري.
خلوتګر وویل؛ حکومت د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي، سلګونه رسنۍ یې په چوپړ ګمارلې خو یوې ته هم واقعي او کره معلومات نه ورکوي.
د نوموړي په خبره ډیری دولتي بنسټونه مهم توکي د معلوماتو د رسونې د قانون څخه په بې خبرۍ کې پتوي او حق نه ورکوی چې رسنۍ دې هغه څه نشر کړي کوم چې دوی نه غواړي اګر که ډیر مهم هم وي.
پر حکومت د رسنیو د باور کچه له هغه وروسته را ټیټه شوه چې تره میاشت د کانټیننټال پر هوټل برید روان و او خبریالانو هم له نږدې څاره چې په همدې مهال د کورنیوچارو وزارت د برید د پایښت خبر ورکړ چې رسنیو سملاسي رد کړ، او جګړه څو ساعته نوره هم وغځیده، همداراز د حکومت له لوري د امنیتي ځواکونو دتلفاتو کچه چې د اشرف غني له خوا سي بي اس امریکایي چینل ته ۴۰۰۰ وژل شوي او ۲ زره ټپیان وښودل شول، خو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو بیا خلکو او افغان رسنیو ته په رسمي توګه تر نیمایی زیات کم کړل.
خلوتګر وویل؛ حکومت ورته د امنیتي ځواکونو دتلفاتو دقیقه او کره شمیره نه ښیي، همداراز زیاتره غونډې چې د بهرنیانو او افغان حکومت ترمنځ وي هم په پټه تیریږي چې یواځې د ارګ د ویاند له خوا سانسور شوي معلومات چې په کرتوب یې هیڅ باور نه وي ورکول کیږي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر زیاته کړه؛ زیاتره دولتي ویاندویان له رسنیو څخه یو ډول ویره احساسوي، او یا هم د مسؤلیت څخه د تیښتې او دخپلې اړوندې ادارې په توصیف کې له غلوې او بیباکۍ هم کار اخلي .
همداراز ډیرکله حکومتی ویاندویان رسنیو د معلوماتو ورکول دهغو معلوماتو ورکول چې باید نشر شي د ملي منافعو خلاف کړنه بولي.
نوموړی دا کار غیرقانوني وباله او د دولت له خوا د هغو رسنیو پر وړاندې چې تول نشرات یې د دولت په ګټه راڅرخیږي ښکاره ظلم وباله.
تر دې وړاندې یاد بنسټ ویلي و، چې حکومتي ویاندویان زیاتره وخت د بهرنیو رسنیو ژورنالیستانو او همداراز ښځینه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو ته زړه ښه کوي.
باید وویل شي چې د ټولنیزو رسنیو په راتګ سره پر غږیزو، او انځوریزو رسنیو چې غوڅ اکثریت یې د دولت په ملاتړ خپرونې کوي، د خلکو د باور سلنه تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې او خلک هیڅ ارزښت نه ورکوي
















