عمیر
ډیری ناپوه هغه خلک چې له تاریخي واقعیتونو نه ځان نه خبروي د افغانستان څخه د روسانو د وتلو په هکله اوتې بوتې وايي دغه خلک دوه ډوله دي:
یوه ډول یې وایی چې روسان نجیب وویستل!!!!؟؟؟ دوهم ډول خلک بیا وایې چې روسان پخپله ووتل؟؟؟؟!!!!
خو حقیقت په کتو سره روسان نه نجیب ویستلي او نه هم په خپله وتلي، ځکه چې روسان پخپله اعتراف کوي چې مونږ مجاهدینو په زور ویستلو ته اړ کړي یو، نو آیا له دې بل ستر دلیل شته چې څوک بیا هم وایی چې روسان پخپله وتلي او یا نجیب ویستلی؟؟؟ آیا دا دوه ډوله خلک په غبرګو ړانده دي چې د افغانستان خلکو نږدې لس کاله د روسانو او د هغوی د تالي څټو پر وړاندې داسې کلک مقاومت وکړ چې ساری یې په نړۍ کې یا ناشونی دی او یا ډیر کم دی. آیا دا خلک نه ویني چې د روسانو د ویستلو لپاره دغه متدین ملت یونیم ملیونه ځوانان قربان کړل، آیا چې د یو نیم ملیون ځوانانو زور او مقاومت څه ټوقې ډي، که یو لس کسان سره یو ځای شي او د چا په وړاندې مقاومت پیل کړې څه فکر کوئ چې بریالي به نه وی، نو زمونږ شل ملیونه وګړو په دغه مقاومت کې ګډون درلود چې یونیم ملیون شهیدان په اوسط ډول ۵ ملیونه یتیمان، یو ملیون کونډې، او ۳ ملیونه مو معلول او معیوب شول، نو هغه څوک به ډیر بې غیرته وي چې د دې ملیونو هیوادوالو په قربانۍ سترګې پټوي او د روسانو وتل د نجیب په کارنامه بولي او یا د روسانو حکمت بولي.
رابه شو هغو دلایلو ته چې دا ثابتوي چې روسان نه پخپله وتلي او نه هم نجیب ویستلي، بلکې برعکس نجیب او ملګرو یې راوستي وو، او د روسانو د وتلو پر مهال نجیب یوې غونډې د وینا پر مهال سخت ژړلي هم دي چې روسانو مونږ یواځې پریښودو.
دلایل ستاسې مخې ته ږدو نور قضاوت ستاسې پر لاس:
د شوروي اتحاد مشر لئونيد برژنف ویلي دی چې: موږ د خپلو نړيوالو موخو لاسته راوړلو لپاره افغانستان خپله مستعمره ګرځوله
د شوروي اتحاد بل مشر میخائیل ګورباچُف وایی: موږ د افغان ولس له داسې غبرګون سره مخ شوو چې اټکل يې نه کيده
ښکاره ده چې دوئ زموږ له هيواد څخه په شرموونکې ماتي وشړل شول نه د کوم سياسې رښتينې توافق په پایله کې.
د ځینو روسي جنرالانو خاطرې:
د افغانستان جګړه زما لپاره تل مغزي ټکان وو ـ کنستانتين چرنينکو
د افغانسان د نيولو اراده ليونتوب وو ـ ايګور رادينف
موږ تاريخ هسې له سترګو تېر کړى وو ـ بوريس ګرومف
د افغانستان د جګړې په اثر مهاجرين د ټولې نړۍ نيم مهاجر تشکيلوي هغه وايې د دې هيواد بنسټونه او کرنېز سيستم د شوروې جګړې له بېخه ونړول ـ کپلان دجګړيزو ويرانيو شناند
د افغانستان ويرانې به د شوروي له جګړې وروسته دوام کوي، په جنګ کې ستر شوى نسل به په سختۍ جګړه پرېږدې ـ ستوان ترلان نظامي کارپوه
سپيڅلى پاڅون:
د دې يرغل پر وړاندي زموږ د ملت قيام د تاريخ اړتيا او مقدس ملي پاڅون وو د افغان ملت دا ستره تاريخې حماسه او سپينه بريا د نړۍ د ازادي غوښتونکو لپاره لکه لمر يوه روښانه بېلګه شوه دوئ ته يې دا باور او عقيده ورکړه چې آزادې ته د رسيدلو په تکل مبارزه په قطعي بريا منتج کيږې او په وړاندي يې د هيڅ ځواک مقابله ممکنه نده.
د اشغال د پیل او پای نیټه:
په 1358/10/6 نيټه پيل او 1367/11/26 نېټه پاى ته ورسېد.
د روسي فوځونو شمېر:
د روسي قوتونو شمېر 115000 عسکر
د ملي پاڅون د مجاهدينو شمیر 200000 تنه
تلفات:
روسي ځواک 14453 تنه مړه 53753 زخميان 312 ورک
سپېڅلي جنګيالي 90000 شهيدان
ولسې وګړي 2000000 شهيدان 3000000 زخميان 5000000 تنه مهاجر
د افغانستان جګړه د دوهم ويتنام او خرس تلکې جګړې په نومونو هم مشهوره ده.
ژوندى دې وي د ګران هيواد ځلانده تاريخ
تل دې وي افغان ملت


















