سلیمان حقانی
دتیرې لیکنې په تسلسل کې یو څو نور داسې مسائل چې عامه خلکو له ځانه جوړ کړی او په شریعت کې ورته اصل نشته
څلورمه مسئله
دلمانځه دصحت لپاره رڼا ضروري نه ده
ځینې خلک په تیاره (تورتم) کې لمونځ کول جائز نه ګڼي، درڼا انتظام ضروري بولي، لیکن داخیال غلط دی؛ ځکه چې په توره تیاره کې لمونځ کول بې له کراهته صحیح دی، البته دومره اندازه او تخمین کول ضروري دي چې مخ له قبلې څخه په بل جهت نه وي·
في صحیح البخاري ج:۱ص:۷۳
عن عائشة زوجِ النبيِّ صلی الله علیه وسلَّم أنها قالت کنتُ أنا بین یَدَيْ رسولِ الله صلی علیه وسلم ورِجلايَ في قبْلتهِ فإذا سجد غمزني فقبضْتُ رجْليَّ فإذا قام بسطْتُهما قالت والبیوتُ یومئذٍ لیس فیها مصابیح ·
ترجمه: درسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمنې عائشې رض څخه روایت دی هغه وایي چې: زه به درسول الله مخې ته وده کېدمه او زما پښې به درسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته وې، نو چې کله به یې سجده کوله، نو زه یعنې زما پښه به یې په لاس زور کړه، نو ما به پښې راټولې کړلې او چې کله به ودرېد، نوما به بیا پښې وغوړولې، بي بي عائشه رض وایي: اوپه غه وخت کې په کورونو کې چراغونه او ډیوې نه وې
وفي المبسوط ج:۱ص:۳
(قوم مرضی في بیت مظلم اشتبهت علیهم جهةالقبلة صلوا بجماعة فتحری کل واحد منهم إلی جهة وصلی إلیها جازت صلاة الکل)؛ لأنها تجوز من الأصحاء بهذاه الصفة فمن المرضی أولی·
ترجمه: په یوه تیاره کوټه کې مریضان خلک دي، دقبلې رخ ورباندې ګډوډ شو، نو ټولو په جماعت سره لمونځ وکړ اوله دوی څخه هر یوه دیو جهت تخمین وکړ اوهر یوه دغه تخمین شوي جهت ته لمونځ وکړ، نو دټولو لمونځ جائز اوصحیح شو؛ ځکه چې په دغه طریقه لمونځ له روغو خلکو جائز دی، نو له مریضانو څخه په طریقه اولی صحیح دی·
پنځمه مسئله
دځینو خلکو یو نامعقول دلیل
ځینې ښځې او سړي دلمانځه وروسته دجای نماز یوه څنډه په دې دلیل راماتوي چې بیا شیطان پرې لمونځ کوي، خو دانامعقوله خبره ده؛ ځکه چې دشیطان کار دادی چې خلک له لمانځه منع کړي البته دحفاظت او احتیاط لپاره ټول جای نماز راټولول او اوچتول څه باک نه لري بلکې اوسنۍ زمانه کې دټول جای نماز اوچتول بهتر دي
یادونه : دامسئله دحکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رح په《اغلاط العوام》ص:۳۲ او فقیه الهند مولانا مفتي کفایت الله په کفایة المفتي ج:۳ص:۴۹۲ کې کتلی شئ
وفي موطأ الامام مالك ص:۸۳
عن أبي هریرة أنَّ رَسولَ الله صلی الله علیه وسلم قال:{إنَّ أحدکم إذا قام یُصلي، جاءه الشیطانُ، فَلَبَّسَ علیه· حتّی لایدري کم صلی؟ فإذا وجد ذلك أحدکم، فلیسجد سجدتین، وهو جالسٌ}
ترجمه له ابوهریره رض څخه روایت شوی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي: په تاسو کې چې کله څوک په لمانځه ودریږي، نو شیطان ورته راشي او ګډوډي ورباندې راولي، ددې لپاره چې په دې پوه نشي چې څو مره لمونځ يې کړی دی؟نو څوک چې دا ګډوډي احساس کړي، نو په ناسته دې دوه سجدې ولګوي·
((اوګورئ! په دی روایت کی دا مضمون راغلی چې شیطان پر خلکو لمونځ ګډوډوي، نو چې دشیطان دا حال دی نو بیا دهغه په باره کې داویل چې پر جای نماز لمونځ کوي، یقیناً یوه نامعقوله خبره ده))
شپږمه مسئله
ترلمانځه وروسته سجده مکروه تحریمي ده
هیڅ په هېڅه او بلا سببه الله تعالی سجده لګول هېڅ باک نه لري خو داچې داځینې خلک تر لمانځه وروسته سجده لګوي، نو ددې په اړه محترمو فقهاوو لیکلي دي چې ددې دفضیلت په باره کې داعتبار وړ کوم حدیث نه دی راغلی، او مکروه تحریمي ده؛ ځکه چې ځینې جاهل عوام یې واجب یا سنت ګڼي، او دا په دین کې مداخلت دی
وفي غنیة المتملي في شرح منیة المصلي ص: ۶۱۷
ومما صرح به الزاهدي کراهة السجود بعد الصلوة لغیر سبب، واما ما ذکره في التاتارخانیة عن المضمرات … فحدیث موضوع باطل لا أصل له ولایجوز العمل به ولا نقله الا لبیان بطلانه کما هو شان الاحادیث الموضوعة·
ترجمه: او بلا سببه دلمونځ وروسته دسجدې پر کراهت زاهدي صراحت کړی دی او له مضمرات کتاب څخه چې تاتارخانیه کوم حدیث نقل کړی… نوهغه موضوعي او باطل حدیث دی هېڅ اصل نه لري، او عمل پرې جایز نه دی او نه یې نقل روا دی مګر دهغه د باطلوالي د وضاحت لپاره لکه څرنګه چې همدا دموضوعي احادیثو شان او حال دی·
وفي الفتاوی الهندیة ج:ص: ۱۳۶
وأما إذا سجد بغیر سبب فلیس بقربة ولا مکروه وما یفعل عقیب الصلوات مکروه؛ لأن الجهال یعتقدونها سنة أو واجبة وکل مباح یؤدي إلیه فمکروه هکذا في الزاهدي
ترجمه: اوڅوک چې بلا سببه سجده کوي، نو دانه ثواب دی او نه مکروه، او چې کومه سجده د لمونځونو وروسته کېږي هغه مکروه ده؛ ځکه جاهلان یې سنت او یا واجب ګڼي او هر مباح کار چې سنت او یا واجب درجې ته ورسېږي، نو مکروه ګرزي ·
ماخذ: بې ثبوته مسایل


















