ګډو ځواکونو په هلمند او فراه کې ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

طالبانو دواړه پیښې د ولسي خلکو پرضد جنایت بللی او غندلې یې دي .

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې ګډوځواکونو په هلمند او فراه ولایتونو کې د طالبانو په پلمه پر ولسي میشت ځایونو حملې کړې چې اوښتي زیانونه یې یواځې د سیمې خلکو ته دي .
له هلمند څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت د خانشین ولسوالۍ اړوند په تاغزسیمه کي افغان کمانډو ځواکونو په یوه چاپه کې د سیمې ۴ کلیوال په مخامخ ډزو وژلي دي او یو شمیر نور ټپیان دي.
همداراز سیمیزې سرچینې وایی چې د کلي درۍ تنه نور یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي.
د سیمې خلک وایی وژل شوي او بندیان ټول ولسي خلک و او له وسلوالو سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده.

بل پلو راپورونه وایی چې د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ اړوند د دیوارسرخ سیمه کې ګډوځواکونو پر ولسي خلکو چاپه وهلې او د کلیوالو له کورونو یې ۱۳عراده جات له ځانه سره وړي او ۲ کورونه یې سوځولي دي.
همداراز ویل شوي چې راغلو عسکرو لس تنه کلیوال هم له ځانه سره وړي دي.
طالبانو دواړه پیښې د ولسي خلکو پرضد جنایت بللی او غندلې یې دي .
دا په داسې حال کې ده چې د یونما له خوا د تیرې ورځې په نشر شوي راپور کې د اکثریت ملکي مرګ ژوبلې پړه پرطالبانو ور اچول شوې وه او افغان او امریکایی ځواکونه یې په تر ټولو کمه برخه کې ښکیل بللي و.
طالبانو یاد راپور رد او ویلي یې و چې؛ نړیوال او افغانان شاهدان دي او امریکايي ځواکونه هم اعتراف کوي چې په تیر کال کې په افغانستان کې امریکايي “اشغالګرو“ تر ۴۳۰۰ پورې هوايي بمونه غورځولي، سلګونه چاپي يې اچولي او هر د عقل خاوند پوهیږي چې په دومره ډیرو بمبارونو کې د خلکو کورونه نړیږي او عام خلک تلف کیږي.
طالبانو همداراز ویلي چې تر امریکایانو وروسته په دوهمه کټګورۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې مسؤل لوری افغان حکومت ده چې په وینا یې “عسکر، پولیس او خصوصا اربکیان په کلیو او بانډو د ثقیله وسلو او هاوانونو په مټ کورونه پع نښه کوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک شهیدانوي او زرګونه ملکي خلک يې زندانونوته اچولي دي“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button