نړیواله جنايي محکمه یا آی.سي.سي وايي چې په ۳ میاشتو کې یې د جنګي جرمونو په تړاو ۱،۱۷ میلیونه شکایتونه ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي جنګي جرمونو په اړه د اسنادو او شواهدو راټولولو کار درې میاشتې وړاندې پیل شوی و او د روان کال د جنوري پر ۳۱مه پای ته ورسېد. د جرمونو نړیواله محکمه وايي، تراوسه ۱،۱۷ میلیونه شکایتونه تر دوی وررسېدلي دي.
د ”بشري حقوقو او تاوتریخوالي د له منځه وړلو سازمان“ یوه کارمند، عبدالودود پدرام، اسوشییټیډ پریس اژانس ته ویلي چې آی.سي.سي ته لېږل شوي شکایتونه د بهرنیو استخباراتي ادارو، امریکايي او بهرنیو عسکرو، افغان ځواکونو، طالبانو او داعش له لوري په ترسره شویو جنګي جرمونو مشتمل دي.
پدرام ویلي، دا شکایتونه د تېر کال د نومبر د ۲۰مې، او د روان کال د جنوري د ۳۱مې نېټې ترمنځ، د افغان او اروپايي سازمانونو له لورې راټول شوي او د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې ته لېږل شوي دي. د پدرام په خبره، ”دا چې په یوه شکایت پاڼه کې به د ګڼو قربانیانو دعوې لیکل شوې وي … نو د جنګي جرمونو د انصاف غوښتونکو قربانیانو شمېره به څو میلیونه ته ورسېږي.“
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي و چې په افغانستان کې د هغو جنګي او بشري جرمونو دوسیې څېړل کېږي چې د ۲۰۰۳ز کال د مئ له میاشتې راوروسته په جګړه کې ښکېلو بېلابېلو خواوو ترسره کړي دي.
د تېر کال په نومبر میاشت کې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالي، فاتو بنسودا، ویلي و چې د جنګي او بشر ضد جرمونو د څېړنو لپاره کافي اسناد او شواهد شته. ”یاد جرمونه، طالبانو، افغان اردو، افغان پولیسو، ملي امنیت (NDS)، امریکايي سرتېرو او د CIA غړیو ترسره کړي دي.“
فاتو بنسودا زیاته کړې وه، داسې شواهد شته چې امریکايي سرتېري او د CIA غړي په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر په پټو زندانونو کې د جنګي جرمونو مرتکب شوي دي. د بنسودا په خبره، د امریکا او CIA پټ زندانونه د ۲۰۰۳ز او ۲۰۰۴ز کال ترمنځ ګرم وو.
د فاتو بنسودا د څېړنو د پیل د اعلان په غبرګون کې، د امریکا د دفاع او کورنیو وزارت له یادو څېړنو سره مخالفت وښود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د نړیوالې جنايي محکمې له لوري د جنګي جرمونو څېړل به په افغانستان کې له سولې او عدالت سره مرسته ونکړي. په یاده اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی و چې امریکا په افغانستان کې د نړیوالې جنايي محکمې له مداخلې سره مخالفت کوي.

















