يوسف احمدي: طالبانو فراه کې د عامه نظم د پوليسو ستره پوځي قرارګاه نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۸) د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره ورځ د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د عامه نظم پر يوه ستره پوځي قرارګا بريد کړی او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې تاييد کړې، چې د طالبانو په بريد کې د عامه نظم سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د نعلک په سيمه کې د عامه نظم د عسکرو يوه ستره قرارګاه نيولې او پکې ميشت لس تنه عسکر وژل شوي دي.
د احمدي په وينا، يو عسکر ژوندی نيول شوی او د لسو وژل شويو عسکرو جسدونه لا هم په قرارګاه کې پاتې دي.
نوموړی وايي، له بريد وروسته طالبانو شل ميله سپکې او درنې وسلې، يو ټانګ او په زياته اندازه مهمات غنيمت کړي دي او طالبانو ته هيڅ زيان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه د زابل مرکز په قلات کې د دوو پوستو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د احمدي په خبره، طالبانو د قلات تبسخر او ملادين پوستې نيولي چې پکې پنځه عسکر وژل شوي او د هغوی وسلې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.



