اجرایه رئیس: امنیتي ستونزو دومره کړۍ راباندې تنګه کړې چې له خپلو اداراتو په ښه زړه نه شو راوتلی

نوموړي زیاته کړه؛ هیڅ زړه نه شو ښه کولی چې له ارګ څخه د باندې غونډې ترسره کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۸ فریدافغان)

نن په کابل کې د سرو لښکرو د وتلو د ۲۹ کلیزې لمانځلو ناسته کې ولسمشرغني، حکمتیار، اجرایه رئیس داکتر عبدالله، سرور دانش، مسلمیار او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و او ویناوې یې وکړې.
عبدالله د امنیتي وضعیت څخه سر وټکاو او به وینا یې چې امنیتي وضعیت د پخوا په نسبت زیات خراب شوی او د کابل هیڅ سیمه هم خوندي نه ده.
نوموړي وویل؛ “امنیتي بحران دومره خراب دی، چې حکومتي چارواکي له شنې ساحې (ارګ)څخه بهر نه شي وتلی)
عبدالله چې د ملي وحدت دحکومت اجرایه رئیس دی زیاته کړه چې د ګډحکومت په راتګ سره بې کاري زیاته شوې، فقر اوج ته رسیدلی او جګړې مو په ورځنۍ توګه له دواړو خواوو د سلګونه افغانانو ژوند اخلي.
نوموړي زیاته کړه؛ هیڅ زړه نه شو ښه کولی چې له ارګ څخه د باندې غونډې ترسره کړو.
تر دې وړاندې د سي بي اس چینل خبریالې سارالوګن د امریکایی قوماندان او جمهور رئیس اشرف غني له قوله ویلي و چې؛ د کابل په هوایي ډګر کې یو امریکایي هليکوپټر د (سفارت) په نوم نومول شوی. د همدې هلیکوپټر په مټ امریکایان او نړیوال همکاران یې د هوایي ډګر او امریکایي قوماندانۍ ترمنځ (چې پنځه دقیقې واټن دى) تګ راتګ کوي.
نوموړې ویلي و؛ زه چې په کومه الوتکه کې سپور وم، دا یې لسم وار و چې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ ته له کابل هوایي ډګره پر لاره وه.

د هغې په خبره چې؛ څو کاله مخکې د امریکایي پوځیانو کاروانونه هره ورځ د کابل پر سړکونو ګرځېدل، خو اوس په کابل کې د دوی د اوسېدلو طرز بېخي بدل شوی دى. اوس له هوا څخه د دوی شتون په څرګند ډول ښکاري چې د سیمنټي دېوالونو په منځ کې اوسېږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button