(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۸) د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه د المان استخباراتو اندېښنه ښودلې او د دغې هېواد د استخباراتو مشر ويلي چې د افغانستان اوسنی امنيتي وضعيت د امنيتي ځواکونو لپاره ستره ننګونه ده.
د المان د بهرنيو استخباراتو مشر برونو کال د دغې هېواد شپيګل ورځپاڼې ته په يوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان څلوېښت سلنه خاوره د امنیتي ځواکونو له ولکې وتلې، د طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر حاکميت لاندې ده.
نوموړي ويلي، شواهد دا په ډاګه کوي چې د افغانستان اوسني وضعيت کې د پام وړ امنيت نه دی راغلی.
د کال په وينا، طالبان او داعش ډله د دې وړتيا لري حتی په کابل کې چې “کافي امنيتي ځواکونه لري” درانه بريدونه ترسره کړي او په ټينګار سره وايي د افغانستان په هره برخه کې هر ساعت امکان لري چې بريد ترسره شي.
د المان د استخباراتو د مشر په خبره، اوس مهال دېرش زره طالب جنګيالي جګړه کوي او په وينا يې اوسنی امنيتي وضعيت د الماني ځواکونو او تاسيساتو لپاره خطرناک ثابتېدلای شي.
نوموړي، له طالبانو د افغان جګړې د ګټلو او يا نه ګټلو په اړه ويلي چې په دغې هېواد کې د “تلپاتې برياليتوب په اړه خبرې کول ستونزمن کار دی” ځکه په وينا يې تاريخ ثابته کړې چې په غرني افغانستان کې د “استعمارګرې برتانيې امپراتوري او شوروي اتحاد ماتې خوړلې” او نن ورځ ټول هېواد د امنيتي ځواکونو له لوري کنترولول ستره ننګونه ده.
برونو کال زياتوي، امريکايان د افغان ځواکونو سره په ګډه کار کوي تر څو طالبان په شاه او مات کړي چې موخه يې د دې ډلې کمزوري کول او مذاکراتو ته اماده کول دي.


















