د سولې نوی اړخ که د جګړې؟
تبصره
په افغانستان کې د سولې په اړه له درې کالو راهيسې خبرې روانې دي، خو درې خبرې یې هم د سولې لپاره په ګټه تمامې نه شوې چې په افغانستان کې جګړې درې ورځې دمه پرې وکړي.
دا چې امريکا سوله نه کوي؟ افغان چارواکو ته د سولې واک نه ورکوي؟ ګاونډي هېوادونه، نه هڅوي چې د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي؟ او که په ټوله کې يو هم د سولې غوښتونکی نه دی، په دې اړه بحثونه شوي دي، چې د دې انجړې مشوړې سر چا هم نه دى مالوم کړی.
څومره چې د افغانستان په جګړه کې امريکا ګټې پورته کوي، بل يو هېواد یې نه شي پورته کولاى. د افغانستان ګاونډي هېوادونه له افغانستان راوروسته د جګړې قربانيان دي، د جګړې زور یې په سياسي او جغرافيايي شکل سره ليدلى، د جګړې تاو ورته په هراړخيزه توګه وررسيدلی دى، خو بيا هم امريکا په افغانستان کې دې ټولو ته د تاوان په سترګه نه ګوري. امريکا پخپله هم د جګړې تاوانونه ګالي او د سياسي ګټې په تمه د افغانستان په جګړو او نااراميو کې ګاونډي هېوادونه پړه بولي.
اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، خواجه آصف، روسیې ته تللی دى. هلته د پاکستان او روسیې له خپلو موضوعاتو علاوه، د افغانستان په اړه هم بحث کوي څو په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکي ايښودلو ته زمينه برابره کړي.
په مسکو کې د پاکستان او روسیې د بهرنيو چارو وزيرانو، خواجه آصف او سرګي لاوروف، ناستې ته د روسیې د بهرنيو چارو وزارت بلنه ورکړې ده. په ناسته کې يواځې روسيه او پاکستان برخه اخلي چې څرنګه په سيمه کې د نااراميو مخه ونيسي.
دا غونډه به د روانې ميلادي مياشتې تر ٢٢مې پورې دوام وکړي او د افغانستان د موضوع په اړه به، د روسي مطبوعاتو په وينا، په افغانستان کې به ورځ په ورځ د مخ په زياتېدونکو نااراميو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان او روسیې اړیکې په دې وروستیو کې د تېر په پرتله ډیرې نږدې شوې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي پلاوو پر تګ راتګ سربېره، د روسیې او پاکستان پوځیانو په دواړو هېوادونو کې ګډ پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، خواجه آصف، روسیې ته په داسې وخت کې سفر کوي چې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې د هر وخت په نسبت ترينګلې شوې دي. روسيه غواړي د افغانستان د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو په مرسته په افغانستان کې د خپل ځان (روسیې) د ساتلو په خاطر له افغانستانه د ورځ په ورځ خپرېدونکو ناامنيو مخه ونيسي.
له روسیې سره له افغانستانه بهر ته د ناامنيو د خپريدا د خطر اندېښنه هغه وخت پيدا شوه کله چې د امريکا لخوا راپيدا کړل شوې داعش ډلې د افغانستان په شمال کې پراخ نفوذ وکړ او په جوزجان کې یې روزنيز کېمپونه جوړ کړل.
که روسيه د پاکستان او نورو ګاوڼديو هېوادونو، چين او ايران، په مرسته په افغانستان کې له طالب مشرانو سره په اړيکو نيولو سولې ته زمينه برابره کړي، دا به د افغانستان د سولې نوی اړخ وي.
خو يو شمېر افغان چارواکي اندېښنه لري چې اوس ايران او روسيه د طالبانو هراړخيز ملاتړ کوي او په افغانستان کې د بهرنيو او افغان پوځونو د مقابلې لپاره طالبانو ته سپکې او درنې وسلې ورکوي، چې دمخه د طالبانو سره نه وې ليدل شوې.
د افغان چارواکو په اندېښنه، که روسيه او ايران طالبانو ته نوې وسلې ورکړي، د افغان او بهرنيو پوځونو په مقابل کې به بريدونه نور هم زيات کړي، د افغانستان د څلويښت سلنې نوره خاوره به هم له حکومته د جګړو په دوام ونيسي. دا به، د افغان چارواکو په اندېښنه، د جګړې نوی اړخ وي. بياهم نه ده څرګنده چې کوم اړخ به رامنځته کېږي؟




