(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د طالبانو دوو نفوذي کسانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د خپلې پوستې ۸ پولیس وژلي .
طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې نفوذي کسانو یې دقومندان معلم په شمول ۸ تنه ځای پر ځای پولیس ووژل چي بیا له نورو پولیسوسره په جګړه کي دطالبانو یوتن نفوذي پولیس هم وژل شوی دی.
طالبانو ویلي چې دوهم نفوذي ملګري یې د وژل شوي نفوذي کس جسد دجګړې له ډګره را ایستلی او د طالبانو تر سیمې یې ځان رسولی دی.
دفاع وزارت د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي خو په همدې ولسوالۍ کې یې څو تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
بل پلو د هلمند په ګاونډ د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ اړوند داود باغ سیمه کې طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې ۱۱ تنه پولیس پکې وژل شوي او وسلې او مهمات یې هم د طالبانو لاس ته لویدلي.
په یو بل خبر کې ویل شوی چې طالبانو تیره شپه د هرات اوبه ولسوالۍ دهنه آب سیمه کې یوه پوسته نیولې او دڅو تنو امنیتي ځواکونو د وژلو سربیره یې د هغوی وسلې هم نیولې دي.
دولتي چارواکو تر اوسه د دې پیښو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.















