(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب۴ فرید افغان)
ټاکل شوې ده نن په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکه رسماً پرانیستل شي او له دې سره د افغانانو د لسیزو آرمان هم چې درلود یې پوره شي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پروژه د امریکایي اشغال له امله دوه لسیزې وځنډیده،ځکه چې پیل یې په ۱۹۹۶ کال کې د دوی په واکمنۍ کې شوی و او زیاتوي چې که اوس هم په اصولي توګه پلې شي د افغانانو لپاره ښه زیری دی او هرکلی یې کوي.
دا چې د دې نل لیکې زیاته برخه د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو څخه تیریږي طالبانو یې دساتنې، بشپړ ملاتړ او همکاري ډاډ ورکړی دی.
طالبانو همداراز ویلي چې که د یادې پروژې د تطبیق په جریان کې داسي کوم موارد ثابت شي چې په هغه کې د چارواکو درغلي او فساد څرګند او د ولس حق ورکې ضایع کیږي “اسلامي امارت“ به د هغه فساد مخنیوی کوي.
طالبانو ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان دې له امریکایانو تضمین واخلي تر څو ددې پروژې په مخ کې خنډ نه شي او د مس عینک په برخلیک اخته نه شي.
طالبانو همداراز د زیر بنایي پروژو له تطبیق څخه یوځل بیا بشپړ ملاتړ څرګند کړی او له نړیوالو شرکتونو یې د پانګونې په برخې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.
موږ د اهمیت له کبله د طالبانو اعلامیه کټ مټ درته نشروو
په افغانستان کې د ټاپې پروژې د پلي کیدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
د ټاپي پروژه چې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د هغې د احداث ابتکار هم د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال تر سره شوی له هغو مهمو صنعتي او اقتصادي پروژو څخه ده چې تکمیل یې په افغانستان باندې د امریکايي اشغال له امله تر اوسه ځنډیدلی و.
داچې له یوې خوا د یادې پروژې د احداث امتیاز اسلامي امارت ته حاصل دی او په دې اړه د اسلامي امارت او د ټاپې پروژې د اړونده جهتونو ترمنځ اسناد او توافقات اوس هم موجود دي او له بلې خوا د یادې پروژې د تطبیق ساحه اکثرا د اسلامي امارت تر واکمنې لاندې ده نو اسلامي امارت د یادې پروژې د پلي کیدو په اړه خپل موقف په لاندې ډول اعلانوي:
۱- اسلامي امارت یادې پروژې ته د هیواد د اقتصادي زیر بنا د یوه مهم عنصر په توګه ګوري او په اصولې ډول د هغې پلي کول د افغانانو لپاره یو ښه زیری بولي.
۲ـ اسلامي امارت ترخپل کنټرول لاندې ساحه کې د یادې پروژې له پلي کولو سره خپله همکاري اعلانوي او دټاپي پروژې اړونده جهتونه داسلامي امارت د اصولي موقف رعایتولوته متوجه کوي.
۳ـ داچې د کابل فاسد رژیم په فساد او درغلي کې نړیوال ریکارډ لري او په واکمنۍ کې یې تر اوسه پوري هیڅ مهمه پروژه هم بي له مالي فساد، اختلاس او غلا څخه نه ده تر سره شوې نو پدې پروژه کې به هم پراخ فساد کوي، له همدې امله که اسلامي امارت ته د یادې پروژې د تطبیق په جریان کې داسي کوم موارد ثابت شي چې په هغه کې د یاد رژیم د چارواکو درغلی او فساد څرګند او د ولس حق ورکې ضایع کیږي اسلامي امارت به د هغه فساد مخنیوی کوي او ذیدخله لوریو څخه هم هیله لري چې پدې اړه جدي پاملرنه وکړي ترڅو دا مهمه ملي پروژه له ځنډ او خنډ سره مخ نشي..
۴ـ دا چې یاده پروژه یوه خالصه اقتصادي او صنعتي پروژه ده او اشغالګرو امریکایانو ته پکښې کوم اقتصادي او یا پوځي مصلحت په لاس نه ورځي نو کیدای شي امریکایان د خپلو شومو موخو له مخې د دې پروژې په وړاندې داسې غیر مستقیم مزاحمت ایجاد کړي لکه چې د مس عینک د پروژې په مقابل کې یې ایجاد کړی، چې د یادې پروژې د استخراج قرار داد په ۲۰۰۸ کال کې د چین هیواد له(MCC) کمپني سره تر سره خو عملي کار یې تر اوسه ځنډیلی دی.
د ټاپې پروژه تر مس عینک وروسته دوهمه داسې مهمه زیر بنايي پروژه ده چې ریښتیاهم د افغانانو په اقتصادي ودې کې خاص رول لري او امریکایان په هیڅ صورت هغه پروژه او پروګرام نشي زغملی کوم چې د افغانانو په ګټه وي ، لهذا اسلامي امارت د کابل له رژیم پرته د ټاپي پروژې نورو اړونده جهتونو ته وړاندیز کوي چې د پروژې تر پیل وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان او یا کوم بل معتبر سازمان په وسیله له امریکایانو څخه د یادې پروژې د عدم تخریب او مصؤنیت تضمین واخلي ، کنه لیري نه ده چې یاده پروژه هم تر پیل وړاندې د مس عینک مهمې پروژې په څیرد امریکايي مزاحمت له امله له خنډ سره مخ شي.
۵ـ اسلامي امارت د هیواد بیا رغونه او په هغه کې د اقتصادي زیربناوو احیاء کول د ځان مسؤلیت ګڼي او له نړیوالو عمراني شرکتونو څخه غواړي چې په دې برخه کې د افغانانو لاس نیوی وکړي ، اسلامي امارت به ورڅخه خپله هیڅ ډول مرسته نه سپموي .
والسلام
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۹/۶/۷هـ ق
۱۳۹۶/۱۲/۴هـ ش ــ 2018/2/23م
















