پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

درسول الله ﷺ شفاعت به راته څنګه نصیب شي؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 22, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
600
ځلې شریک شوی
314
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: عبدالله عزام

د الله ﷻ هر بنده او د نبي کریم ﷺ هر امتي چې کله هم له خپل رب الله ﷻ څخه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او دعاء کوي چې: ربه! ته راته د خپلو ګناهونو بښنه او مغفرت وکړي، نو له ډېرو دعاګانو یې یوه دعاء دا هم وي چې اي ربه! ته راته د قيامت په ورځ د خپل خوږ معزز مکرم او محترم پیغمبر نبي کریم ﷺ شفاعت نصیب کړې.
دا چې مونږ ټول د نبي کريم ﷺ د شفاعت په تمه يو، رابه شو دې ته چې شفاعت به يې څنګه راپه نصيب شي؟
که څوک غواړي چې د نبي کريم ﷺ شفاعت يې د قيامت په ورځ په نصيب شي، نو لاندې پنځه اعمال دې په خپل ژوند کې عملي کړي:
① کثرة السجود، يعنې خپل رب الله ﷻ ته زیاتې سجدی لګول:
عن رَبِيعَة بْن كَعْبٍ الْأَسْلَمِيُّ رضي الله عنه قَالَ : ” كُنْتُ أَبِيتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَأَتَيْتُهُ بِوَضُوئِهِ وَحَاجَتِهِ ، فَقَالَ لِي : سَلْ ، فَقُلْتُ : أَسْأَلُكَ مُرَافَقَتَكَ فِي الْجَنَّةِ ، قَالَ : أَوْ غَيْرَ ذَلِكَ ، قُلْتُ : هُوَ ذَاكَ ، قَالَ : فَأَعِنِّي عَلَى نَفْسِكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ ) رواه مسلم
ژباړه: يعنې ربيعه بن كعب الأسلميّ ـ رضي الله عنه ـ وايي، زه له رسول الله ﷺ سره اوسېدلم، (د هغه ﷺ خدمت به مې کاوه لکه) اوداسه ته يې د اوبو راوړل او (يا يې د بل کوم) حاجت (په اړه خدمت)، نو رسول الله ﷺ راته وويل: وغواړه! (هرڅه چې راڅخه غواړې) نو ما ورته وویل: تاسره په جنت کې یو انډيوالي غواړم. ويې ويل: له دې پرته کوم شی غواړې؟ ما ورته وويل: يوازې همدا غواړم (دنياوي څه نه غواړم) . رسول الله ﷺ وفرمايل: نو د سجدو په ډېروالي سره مرسته وغواړه.
نو په پورتني حديث کې زیاتې سجدي په زیاتو فرضي او نفلي لمونځونو باندې دلالت کوي. فرضي لمنځونه خو پنځه وخته معلوم لمونځونه دي او نوافل لکه:
۱ـ صلاة تهجد. ۲ـ لکه صلاة اشراق. ۳ـ لکه صلاة ضحيٰ. ۴ـ لکه صلاة تحیة الوضوء. ۵ـ لکه تحیة الصلاة. ۶ـ لکه صلاة توبه. ۷ـ لکه صلاة شکر. ۸ـ لکه صلاة أوابین.
② کثرة الصلاة، یعني په خوږ نبي کریم ﷺ باندې زیات درود لوستل:
د درود فضايل خو بې حده زیات دي، يو لوی فضیلت يې دا دی چې په زیاتو لوستلو یې انسان ته د نبي کریم ﷺ شفاعت په نصيب کېږي.
له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ فرمایلي دی څوک چې د اذان له اورېدو وروسته دا دعاء ووايي: «اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ» د قيامت په ورځ زما شفاعت هغه ته واجب شو. (صحيح البخاري)
③ سؤال الوسیلة یعني له آذان روسته دعاء:
په دې اړه هم پورتنی حدیث دلالت کوي.
④العيش في المدينة، او الموت في المدینه یعني په مدینه منوره کې اوسیدل او هلته وفات کېدل.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی، وايي رسول الله ﷺ وفرمايل : «مَنْ اسْتَطَاعَ أَنْ يَمُوتَ بِالْمَدِينَةِ فَلْيَمُتْ بِهَا ؛ فَإِنِّي أَشْفَعُ لِمَنْ يَمُوتُ بِهَا» رواه الترمذي.
ژباړه: يعنې څوک چې توان لري چې په مدينه منوره کې مړ شي هلته دې مړ شي (يعنې چې په مدينه کې دوامداره استوګنه غوره کړي ترڅو پکې وفات هم شي)، نو زه د هغه چا شفاعت کوم چې په مدينه منوره کې وفات شي.
په دې اړه له عمر رضی الله عنه څخه داسې دعاء روایت شوې : «اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي شَهَادَةً فِي سَبِيلِكَ ، وَاجْعَلْ مَوْتِي فِي بَلَدِ رَسُولِكَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» (رواه البخاري) يعنې ای الله! ستا په لار کې شهادت راپه نصيب کړې، او مرګ مې د رسول الله ﷺ په وطن کې نصیب کړې.
اوس دلته یوه خبره ده چې هرچاته خو به مشکله وي چې په مدینه منوره کې ژوند وکړي او بیا هلته وفات هم شي، خو هر انسان کولی شي چې دا درې واړه (کثرة السجود، کثرة درود، او سؤال الوسیله) په خپل ژوند کې عملي کړي، نو امید دی چې د رسول الله ﷺ شفاعت به مونږ ټولو ته را په نصیب شي.
المؤخوذ من خطباة شیخ القرآن والحدیث حضرت مولانا ومولوي سید احمد المیداني حفظه الله

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

مخکینې مطلب

امریکایي جنرالانو ته درواغ ورپاته دي

بل مطلب

طالبان:دټاپي له پروژې ملاتړ کوو، له امریکایانو باید تضمین واخیستل شي ترڅو یې په مخ کې خنډ نه شي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com