د ټاپي پروژه او د سیمې او هیواد لپاره یې زرینې ګټې

عمیر
د ټاپي ګازو دغه نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېره شي او له پاکستان څخه په تېرېدو به د هند فاضیلکا ښار ته ورسېږي.
په ټاپي کې د افغانستان برخه:
د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګازو په ظرفیت سره په افغانستان کې.
۱_ لومړۍ لسیزې ونډه: ۵۰۰ میلیونه متر مکعب.
۲_ دوهمه لسیزه: یو ملیارد متر مکعب.
۳_ دریمه لسیزه: یو نیم میلیار متر مکعب.
د ټاپي پروژې د سیمې د ثبات ګټې:
۱_ د سیمه ایزو هیوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کول.
۲_ د نا امنۍ ضد رښتینې مبارزه.
۳_ د کاري فرصتونو ایجاد.
ګټه اخیستونکي هیوادونه:
افغانستان، هندوستان، ترکمنستان او پاکستان.
۲_ ټولټال لګښت ۲۲٫۵ میلیارده ډالره ( ۷٫۵ ملیارد ډالر یې د نللیکې او پاتې ۱۵ ملیارده ډالر یې د ګازو ارزښت دی)
۳_ طول: ۱۸۱۴ کیلومټره.
۴_ د ننه په افغانستان کې يې د غزیدو طول ۸۱۶ کیلومټره .
۵_ د پروژې د پیل نیټه: ۲۰۱۶ زیږدیز کال.
۶_ د پروژې د بشپړیدو نیټه: ۲۰۱۹ کال پای.
۷_ د طرحې د جوړیدو نیټه: ۱۹۹۰.
۸_ د تړون لاسلیک: ۲۰۱۵.
د افغانستان لپاره يې ګټې:
۱_ په کلني ډول د ګازو د حق العبور له درکه افغانستان ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو ورکول.
۲_ په زرګونو کاري فرصتونه رامنځته کېدل.
۳_ د برېښنا سب سټېشنونو جوړېدل.
۴_ اقتصادي پیاوړتیا.
۵_ د عوایدو زیاتوالي.
۶ _ د صنایعو پراختیا.
۷_ د اړتیا وړ انرژۍ ترلاسه کول
۸_ د مرکزي او سویلي اسیا نښلولو لپاره د افغانستان د موقعیت تثبیت.
۹_ په افغانستان کې د پانګونې لپاره د باور رامنځته کېدل.



