ننګرهار:د منګل باغ ډلې داعشي ملیشې د نازیانو له ولسوالۍ ایستلې دي
ځایي سرچینې د دقیقو ارقامو په بنسټ کابل ټکي کام ته ویلي چې د جګړې له پیله بیا تر اوسه دواړو لوریو ته تر ۴۰ ډیر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. سرچینو ویلي چې ښکیلو غاړو له یو بل نه څه کسان ژوندي هم نیولي چې برخلیک یې نه دی معلوم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۴ فرید افغان)
راپورونه وایي چې په ننګرهار کې د لښکر اسلام ډلې وسلوالو او داعشي ملیشو ترمنځ خونړۍ نښتې لا هم روانې دي او دواړو لورو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې.
له سیمې څخه راپورونه وایي چې، د دې ولایت د نازیانو ولسوالۍ چې په تیر کې د داعش ډلې مرکزونه پکېوجود درلود اوس د لشکر اسلام ډلې د وسلوالو لاس ته لویدلې.
اوسمهال د دواړو ډلو ترمنځ د اچین د باندر او عبدالخیلو په نامه سیمو کې د ښکیلو لوریو قوي خطونه پراته دي او جنګ لا هم ادامه لري.
ځایي سرچینې د دقیقو ارقامو په بنسټ کابل ټکي کام ته ویلي چې د جګړې له پیله بیا تر اوسه دواړو لوریو ته تر ۴۰ ډیر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
سرچینو ویلي چې ښکیلو غاړو له یو بل نه څه کسان ژوندي هم نیولي چې برخلیک یې نه دی معلوم.
د یادونې وړ ده چې یو شمیر سیمیزو هیوادونو په دې وروستیو کې اندیښنې زیاتې کړې چې ګواکې په سوریه او عراق کې مات شوي داعشیان د امریکا او یو شمیر لویو استخباراتي سازمانونو په مرسته د هیواد شمال ته د یوه منظم پلان ترمخه لیږدول کیږي ترڅو هلته خوندي مراکز ولري.



