کوږ حکومت او سرغړوونکي چارواکي!

لیکوال: احمد منصور

تقریبا پنځه کاله د مخه چې کله انتخابات کېدل، اشرف غني به په هره غونډه او په هره جلسه کې عام ولس ته د اصلاحاتو او امنیت راوستلو تضمین ورکولو او کلکې وعدې به یې ورکولې، په ځای د دې چې خپلو وعدو ته د عمل جامه ور واغوندي او ولس سره کړې وعدې رښتونې کړي.
برعکس ورڅخه داسې اقوال او افعال صادر شول چې د ولس په زيان ول، لکه د ولسمشرۍ په دویمه ورځ یې امریکا سره د هغوي په اصطلاح امنیتي تړون امضاء کړو، او د هیواد د خرڅلاو قواله یې ور وسپارله.
له دې پرېکړې سره امریکایانو ته اجازت ورکړل شوه، چې د غیرتمندو باعزته او باشرافته افغانانو په کورو باندې چاپي ووهي، یعنې غني په همغو لومړیو ورځو کې نړیوالو ته ثابته کړه چې امریکا ته وفادار یم او هر امر ته یې لبیک وایم او ولس سره یې کړې وعدې هیرې کړې، د ولس په بمباریو کې یې کفری قوتونو سره هر ډول مرسته وکړه.
خو ولس هم د ده او هم د ده د بادارانو امریکا پرضد بې تفاوتي اختیار نه کړه او په وړاندي یې د طالبانو تر څنګ ودرېدل، تر دې چې امریکا یې دې ته مجبوره کړه ترڅو د ماتې اعتراف وکړي او د طالبانو سخت مقاومت له امله په دوه سری حکومت کې خپلمنځي شخړې او اختلافات اوج ته ورسېدل.
چی لنډ مثالونه يې د مزار د والي عطاء نور او د سمنګانو د والي عبدالکریم خدام د غني له فرمانه ښکاره سرغړونې دي، نه یوازې دا چې د حکومت فرمانو ته قدر نه لري، بلکې بر عکس غني ته اخطارونه ورکوي، که څه نظامي اقدام یې وکړو نو دوی به هم په قراره نه کیني او خپل عکس العمل به ښکاره کوي.
د مزدور حکومت دې ته ورته نور اختلافات دا جوتوي چې حکومت د کمزورۍ په حالت کې دی او اوس يې ټوله تکیه د امریکا په مالي مرسته ده، که چېرته د امریکا مرسته ورسره نه وي، نو دا کوږ رژیم به څلور میاشتنې مقاومت هم ونه شي کړای او پخپله غني هم دا اعتراف کړی وه.
غنی په یو فرمان کې د پنځو ولایتونو والیان نه شي بدلولی، خو د طالبانو مشر شیخ هبة الله په یو فرمان د شلو ولایتونو والیان بدلوي خو یو والي یې هم له امره سرغړونه نه کوي.
څو ورځې دمخه له یو طالب چارواکي سره مو مجلس وکړو، ویل یې چې مونږ د شیخ صیب عسکر یو، که امر راته وکړي چې توپک کښېده او په کور کښېنه، زه به یې امر ته لبیک ووایم.
کله مې چې د طالب چارواکي دا خبره واورېده نو ځان سره مې وویل چې د ولس د مشرۍ اهل دا خلک دي، مزدور حکومت خو کوږ رژیم دی او سر غړونکي چارواکي یې د ولس په وژلو او ربړولو اخته دي چې هیڅ اسلامي او انساني خواخوږي نه لري، حق ته باطل او باطل ته حق وایي یوازې په شنو ډالرو، جیګو بېلډینګونو، لوکس موټرو او په ښه لباسو مین دي.
که کفار د کلمې توهین وکړي یا د قرآن پاک توهین وکړي، یا د پیغمبر ﷺ توهین وکړي، یا د مقدساتو توهین وکړي، دوی يې په غم کې نه دي، خو چې د دوی شخصي مفاد پکې وي او شخصي ژوند یې جوړ وي، بس دا د دوی یو ښه مشغله او د کلونو امیدونه او ارمانونه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button