پسرلی د تېر او اوس په هنداره کې

ملا حبیب اللّه  “مؤذن “

یو وخت داسې و چې طالب تر خپل کتاب، حجرې او مسجد پورې محدود و. په کلیوال کلتور کې تل په دې باندې مشهور پاتې شوی چې:

له چاسره کار نلري.

خپل کار کوي.

سر یې ځړولی او

په لاره روان وي.

خو اوس داسې محسوسیږي چې،ا للّه تعالی دا قِشر د خپل تدبیر له مخې، د یوې ورځې لپاره همداسې راساتلی و ترڅو په مناسب وخت او ځای کې ترې کار واخلي.

داچې خدای پاک له طالب نه څنګه او څومره کار واخیست، دا داسې یوه پوښتنه ده چې په ځواب یې هر څوک پوهیږي.

طالب د خپل تاریخ په اوږدو کې د ژوند په هر ډګر کې ابتکاري شان درلودلی، که یې طالبي زندګي وه او که یې اوسنۍ انقلابي – سیاسي زندګۍ ته ځیر شو.

طالب انقلابي دی چې:

په خپلو کړو، وړو یې ډیر شیان تغیر کړل.

طالب نوښتګر دی چې:

د خپل ابتکاري مزاج په برکت یې په ډیرو سولېدلیو نظریاتو او مسلّماتو داِبطال کرښه راښکله.

ستا د ښایست ګلونه ډیردي

ځولۍ مې تنګه، زه به کوم کوم ټولومه

ددې لیکنې حوصلې ته په کتو، دطالب دپوره او ریښتني انځور وړاندې کولو حق پوره کول ناشوني دي،بلکه ددې کار لپاره خومستقل تحقیق او تاریخ لیکلو ته ضرورت دی.

خو د “مشت نمونهِ خروار ” په ډول:

۱:داسلامي خلافت دړنګېد و اوپه اسلامي نړۍ باندې دغربي افکارو دیرغل له وخته په اسلامي ټولنو کې دا تصوّر مسلّط دی چې:

حکومت او سیاست کول له ږیرې ،پټکي او شرعي لباس سره،نه ښایي او نه کیږي،بلکه ددې لپاره بین المللي یو نیفارم کارول، وړ او ضروري دي.

همدا راز دخلکو تر منځ داهم مشهوره وه چې:

سیاست په رښتیا اوصداقت سره نشي کېدای،بلکه هغه چاته به دښه سیاسي لو بغاړي په توګه کتل کېدل چې نه به په قول او نه په عمل کې درښتیا وو پابند و.

خو طالب دې حا کم تفکُّر ته داسې تغیر ورکړ چې هم یې دوست مني اوهم دښمن.

طالب دخپل۲۴کلن سیاسي او انقلابي ژوند په اوږدو کې وښوده چې شرعي بڼه دمسجد او مدرسې په څېر له وزارت او سیاست سره هم زېب کا.

طا لب په خپل ریښتني کردار او ګفتار سره ثابته کړه چې یو مسلمان  له صدق سره دسیاست په میدان کې کومې لاس ته راوړنې درلودی شي هغه له در واغو سره امکان نلري.

دطالبانو دواکمنۍ په مهال دپاکستان دکراچۍ په ښار کې ددوی دقونصل “ملامسیح اللّه “مؤذن “دخولې بیان دی چې ویل یې:

یو ځل مې له کوم ایټالوي دپلومات سره ملاقات درلود،دواړه مخامخ سره ناست و،زه په سپین فاج اوخپله طالبي جامه کې وم،دخبرو په جریان کې یې راته وویل:

دتاسو رسمي یونیفارم کوم دی؟

اوتاسو ولې بین المللي یو نیفارم نه کاروئ؟

طالب دپلومات په ډیره لوړه حوصله او بې پروا لهجه ځواب ورکوي:

دمونږ رسمي یونیفارم دادی چې کوم ما اغوستی،او تاسو داخیال ونکړی چې مونږته بین المللي لباس مالوم ندی او یایې پیژنو نه.

مونږ پدې ښه پوهیږو چې یخن کاک،پتلون او نکټایي ددې لباس ارکان دي،په اخیستلو او اغوستلو یې هم پوهیږو،خو داچې مونږ یې بیاهم نه اغوندو ددې وجه داده چې مونږ ته مو دین اجازه نه راکوي.

وایي: چې کله مې ژباړن خبرې ورته وژباړلې نو ایټالوي دخوشطبۍ په دود خپله نیکټایي شاته وویشتله او وې خندل.

۲:عربانو له پیله ځانونه دعجمو استاذان بلل او حقیقت هم همداسې دی؛ځکه چې اسلام دهمدوی له لارې نورې نړۍ ته صادر شوی.

خو انقلابي طالب دې حقیقت ته هم ۱۸۰درجې تغیر ورکړ؛اوس ټول  “دحساب وړ”   عربان دعجمي  طالب په بیعت او استاذۍ باندې معترف دي.

حقیقت دادی چې طالب دمعاصرې اسلامي ویښتابه سرخیل دی.

او داسلامي خوځښتونو سرپرستي یوازې او یوازې همده ته حاصله اوله همده سره ښایي.

۳:دمونږ دفقهې په هکله دا حقیقت خپل او پردي منلی،چې دانساني کړو، وړو دجواز او نه جواز په بیان کې دداسې شمول او استیعاب څښتنه ده چې دهېڅ قوم په علمي تاریخ کې یې ساری نه ميندل کیږي:

هغه دچا خبره،داسې جزیات یې هم لا انګېرلي او څېړلي چې له آدم نه تردې دمه به خدازده یو نیم وار پېښ شوي وي اوکنه!؟

خو په آزادۍ مین طالب،ځان پدې پراخو حدودو کې هم ایسار نکړ،او دانساني عمل داسې نمونه یې وړاندې کړه چې غونډ فقهاء یې هک پک او ګوته په غاښ کړل:

پخپل لاس دځان قربانولو ته دشریعت په اصطلاح کې انتحار “ځان وژنه ” وایي،چې ډېر ناروا عمل دی،خوطالب ددې کار حقیقت هم ور بدل کړ،طالب دخپل ایثار په برکت،انتحار په مقدّس شهادت واړاوه.

طالب خلکوته وښوده چې:

په آخرت باندې ایمان څه معنا لري؟

یوبنده باید له خپل خالق سره څنګه مينه وکا؟

طاغوتیان چې داعمل ځان وژل بولي،دېته یې ندی پام چې:

 د ځان وژلو لپاره خوصِرف دوه ګزه رسۍ،اویا  یوه مرمۍ کافي ده.

که طالب رښتیا هم ځان وژلی،نو دمیاشتو اوکلونو

انتظارکولو

دلکونو روپومصرف کولو

اوپه خطرناکو لارو سفر کولو،ته به یې څه اړتیا وه؟

۴:دطالب شوخي او بغاوت،تکویني پولې هم ترخپلو  پښو لا ندې کړې،او دخپل عملي اعجاز په مټ یې دفطرت قوانین  چلینج کړل؛پخوابه پسرلي ته خلک خوښېدل؛ځکه چې:

روح بښونکیووږمو به یې مړه زړونه ژوندي کول.

دمعطّرو بادونو هرې څپې به یې دژوند پیغام ليږداوه.

شاعرانو به دشعر په ژبه خپل بني نوعه وګړي دیو نوي ژوند تسلسل ته رابلل.

خو اوس داسې نده.

اوس پسرلی ګلان ټوکوي نه.

رژوي یې.

غم آلوده وږمې یې دژوند په ځای له ځان سره دمرګ زیري لري.

پسرلی مهال چې کله طالبان له حجرو نه دسنګرو په لوري ولاړ شي،نو:

ترهغو چې راستنیږي

د مبایل له هر زنګ

 دمسج له هر شرنګ

ددروازې له هر غَنګ

سره به دې زړه دپښو تر تلو تیریږي چې:

خدایه! هسې نه یو چا، دچا دشهادت زېری راوړی وي!!

هسې نه چې راته ليکلي يې  وي:

 ملا فلانی شهید شوی،

اوسبا په لس بجې یې جنازه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button