د دوستم پر جګړماره ژبه د سولې غږ

سرلیکنه

پر افغانن ولس د تپل شوې جګړې پیل او دوام یې د غمځپلو افغانانو له ذهنونو لاملونه هېر کړل، یواځې همدا جمله تکراروي چې جګړه د هېواد په هر ولایت کې ښکاره او مخ په زیاتېدو ده، خو سوله د جګړې په لوګیو کې ورکه ده.

د دې روانې جګړې لاملونه د لمر په څېر ښکاره دي چې ولې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته نه رسېږي او د دوام لاملونه یې څه دي. اما، په دې بیا افغانان ګرم نه دي چې څرنګه د طالب وسله والو په مقابل کې د جګړې د دوام لوري هم زیات دي.

پر افغانستان د جګړې یو لوری طالبان (افغان ولس) او نور لوري یې بې شمېره دي، چې په جګړه کې برخه اخلي، خو ځان د جګړې لوری نه څرګندوي.

په ظاهره، نړیوال په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل لوری افغان حکومت بولي، اما په حقیقت کې د جګړې لوری امریکا او د ناټو غړي هېوادونه دي، چې د خپلو پوځونو په موجودیت یې په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی دی.

یوې خوا ته افغان حکومت د امریکا په ډاډ ټټر وهي چې طالبان به د عملیاتو په دوام له زوره وغورځوو، له بلې خوا امریکا وايي له طالبانو سره د سولې پر ځای جګړه او له منځه وړل یې غوره لار ده. خو درېم لوری د ناټو غړي هېوادونه دي چې د افغان ولس په وژلو او تباهیو کې یې د خپلو پوځونو په موجودیت او ملاتړ، له امریکا سره لاس یو کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو په مقابل کې د جګړې لوری څرګند دی. که امریکا له افغانستانه خپل او اشرګړي پوځونه وباسي، جګړه په همغه ورځ صفر ده.

 خو، سوله تل د جګړې په لوګیو کې ورکه ده. چین وايي د افغانستان په سوله کې مرسته کوي. پاکستان خو د افغانستان په سوله کې تل د افغان چارواکو لخوا ګرم بلل کېږي. ایران او روسیه چې په افغانستان کې د سولې د مرستې نوم واخلي، افغان چارواکې پرې شکونه ښکاره کړي.

اوس جنرال دوستم، چې ترکیې ته د تیښتې تر ورځې پورې له طالبانو سره جنګېده، وايي: زما له شتونه پرته له طالبانو سره سوله ناشونې ده، زه د خپلو تجربو له مخې کولای شم طالب مشران سولې ته راوګرځوم.

ایا په افغانستان کې د جګړې یو لوری (طالبان) خو ورسره مقابل درې لوري (افغان حکومت، امریکا، ناټو) او پټ بې شمېره لوري به پر دې وتوانېږي چې د جګړې په لوګیو کې پټه سوله راڅرګنده کړي؟ نه، هیڅکه نه، هغه څوک چې دنده یې له طالبانو سره جګړه وي، د سولې په راوستو کې هیڅ وخت نه شي کامیابېدای.

له دښمن سره سوله کېدای شي، خو د مخلصو هېوادونو په صادقانه منځګړتوب؛ چې لومړی د یرغلګرو د ټوپک شپېلۍ ونیسي، مذاکراتو ته زمینه برابره کړي، منځګړي د جګړې د ټولو خواوو باور ترلاسه کړي او منځګړی په رښتینې توګه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره قدم پورته کړي.

په افغانستان کې سوله په دوه لارو شونې ده، یوه لار یې د اسلامي هېوادونو د علماءکرامو او مشرانو منځګړتوب دی، او بله یې بین الافغانی مذاکرات دي، چې له هر ډول بهرنیو مداخلواو مشورو پاک مذاکرات وي.

طالبان له چا سره سوله وکړي؟ افغان حکومت سره، امریکا سره او که د ناټو له  ۵۲ هېوادونو سره؟ دا ټول له طالبانو سره په جګړه اخته دي، د جګړې په لوګیو کې یې سوله پټه کړې ده. افغان حکومت طالبان د جګړې او عملیاتو په دوام له زوره غورځوي، امریکا یې له منځه وړي، ناټو یې په مقابل کې نور پوځونه افغانستان ته رالېږي.

د حیرانتیا خبره خو دا ده، دوستم چې تراوسه د طالب په مقابل کې د جګړې ژبه کاروله، اوس پرې د سولې غږ پورته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button