عزیر اسدخیل
د الجزیرة خبریال له دمشق نه خبر راکوي چې د ختیځې الغوطة سیمې زیاتره اوسیدونکو له خوړو او درملو پرته هغه مهال شپه تیره کړه چې د سوریې او روسي رژیمونو جنګي الوتکو یې سوداګریز بازارونه او روغتیایی مرکزونه تر داسې سختو هوایی بریدونو لاندې ونیول چې په تیرو کلونو کې بې ساري وو، چې له امله یې سلګونه سیمه ایز خلک په لږه موده کې په شهادت ورسول.
دا داسې پرلپسې بمباري وه چې په مینځ کې یوې ثانیې وقفه نه درلوه، چې ټول ښارونه او سوداګریز ځایونه یې په اور کې لولپه کړل، چې له امله یې په ټوله سیمه کې خوارکي توګه پوپنا کړل، د دې بمباریو له کبله زیاتره روغتیایی مراکزی هم له مینځه وړل شوي دی.
په عین وخت کې د کلابند شوي الغوطة ښارونو اوسیدونکي مجبور شول څو د ځمکې لاندې په جوړ شویو سمڅو کې پناه واخلي او ځانونه له وژل کیدو وژغوري، خو ونه توانیدل څو ځانونه خوندي کړای شي.

د الغوطة سیمه ایزو خلکو نړیوالې ټولنې او د بشر د حقوقو تنظیمونو باندې غږ کړی دی څو عاجله مداخله وکړي او هغه بماري چې د سوریایی رژیم لخوا پیل شوې ودروي، سیمه ایزو خلکو چې د الجزیره خبریال سره یې لیدلي ټینګار کړی چې دوی له څو ورځو راهیسې په داسې سمڅو کې شپې ورځې تیروي چې د ژوند لومړنۍ آسانتیاوې هم نلري، او هیڅ ډول خوراکي توکو او روغتیایی درملو ته لاس رسی نلري، برسیره پر دې د ځانونو د تودولو له وسایلو نه هم محروم دي.
د سوریې او روسي جنګي الوتکې له شپږو ورځو راهیسې په پرلپسې توګه د ختیځې الغوطة پر ټولو ښارونو تر ټولو سخته بمباري پیل کړې چې له امله یې بې شمیره بې ګناه خلک وژلي او یو زیات شمیر نور یې سخت ټپیان کړي دی.
![More than 470 people have been killed in the Damascus suburb since Sunday, including 150 children, according to SOHR [Abdulmonam Eassa/AFP]](https://www.aljazeera.com/mritems/imagecache/mbdxxlarge/mritems/Images/2018/2/24/32141f7657bc44b7b1639d061504d1c7_18.jpg)
د الجزیرة خبریال ویلي دی چي یواځې نن د جمعې په ورځ ۱۶ سیمه ایز کسان په عربین، حموریة او زملکا ښارونو کې وژل شوي او په لسګونو نور سخت ټپیان شوی دی، مدني فعالانو ویلي دی چې د عربین په ښار کې د هوایی بمباریو او د توپونو د ډزو له کبله په لسګونو کسان وژل شوي دی، فعالانو زیاته کړې ده چې همدا نن هم سقبا، حرستا، عربین، بیت سوی، مرابا او حزة ښارونه هم تر سختې بمبارۍ لاندې نیول شوي دي.
په ختیځه الغوطة کې د مدني دفاع ویاند ویلي دي چې د سوریې رژیم نن سهار پر دوما او عربین هغه اور اچووکی ناپالم او عنقودي بمونه استعمال کړي چې په نړیواله سطحه ممنوع ګرځول شوي دي، چې د سیمې بمباري شوي ځایونو کې یې شدید اورونه بل کړي دي.
![A young girl receives treatment at a makeshift hospital following regime bombardments in Eastern Ghouta region [Amer Almohibany/AFP]](https://kabull.com/wp-content/uploads/2018/02/2f00fb504e894496a888ab83330372ca_18.jpg)
بل خوا د سوریي رژیم ته د نږدې رسنیو سرچینو د جګړې د سمیې د سرچینو په حواله ویلي دي چې روسي جنګي الوتکو د تیرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو پر فیلق الرحمن، جیش الاسلام او هیئة تحریر الشام ډلو باندې په بمبارۍ کې برخه اخیستې ده.
یادو سرچینو د دغو بمباریو په پایله کې د سیمه ایزو خلکو د وژل کیدو خبرونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې د رژیم ځواکونه د المرج په سیمه کې پرمحتګ کړی، او په ختیځه الغوطة کې د النشابیة ښارګوټې نیولو ته نږدې شوي دي.


















