مسواک ووهئ؛ د ثواب تر څنګ له مختلفو ناروغیو ځان وساتئ

په پخوانیو وختونو کې خلکو د مسواک پاڼې ایشولې او دنس د درد، دسردرد، ښځینه ناروغیو، دمار او یالړم د چیچل شوي انسان دټپ ددرملنې او همداراز د سوزک او د نس د چنجیو د ختمولو لپاره مؤثر درمل وو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۵ فریدافغان)

نوې څیړنې ښیي چې د مسواک وهل د هغو مضرو باکتریاو او وایروسونو مخه نیسي چې انسان په سرطان ناروغۍ اخته کوي.
د نیویارک پوهنتون محقیقینو په امریکا کې په یو لک او ۲۲ زره کسانو یوه څیړنه تر سره کړې چې له مخې یې ویل شوي چې؛ د غاښونو نه وینځل نه یوازې انسان د خولې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کوي؛ بلکې په خوله کې شته باکتریا د مرۍ د سرطان ګواښ ۲۱ سلنه لوړوي
د څیړندوی پلاوي مشر او د نیویارک پوهنتون استاد ډاکټر جیونګ اهن وايي؛ چې په ورځ کې باید یو یا دوه ځله مسواک ووهل شي ترڅو له سرطان او د خولې د نورو نارغیو وژغورل شي.
یو امریکایي روغتیاپال ډاکټرډېویډپخپل کتاب ( Where there is no Doctor ) کی لیکی:
تاسی مسواک استعمال کړی اوداتوصیه درته کوم چی دمسواک لپاره دا اړینه ده چی ښه ئې له رېښوڅخه جوړکړی، اوداستعمال پرمهال ئې ښه وزبېښی ترڅوپه دې ترتیب سره مودغاښوبېخونه ښه پاک شی، خوله موصفاشی، دخولې خوندموښه شی، ها ضمه موورسره درسته شی اوپه پایلی کی دخولې اودهرډول ناروغیوڅخه وژغورل اوپه امن کی شي.

مسواک وهل
د لویدیځ لوی پروفيسرډاکټر”جيمزميکومبر“وايی:
دمسواک يوه لويه ګټه داده چی داسی موادلري چی دخولې، غاښونواووريوهرډول جراثيم وژنی اوحال داچی داځانګړتياپه هيڅ ډول برس او دغاښونو کریمونو کې نشته
په پخوانیو وختونو کې خلکو د مسواک پاڼې ایشولې او دنس د درد، دسردرد، ښځینه ناروغیو، دمار او یالړم د چیچل شوي انسان دټپ ددرملنې او همداراز د سوزک او د نس د چنجیو د ختمولو لپاره مؤثر درمل وو..
څوکاله وړاندې په ابوظبۍ کې یوه څیړنیز مرکز وموندله چې؛ په مسواک کی د کلورین، سودیم، کلسیوم، مګنیزیم، منګنیز، اوسپنه، جست، مس، کرومیم، ایلومنیم، کیډمیم، سرپ، نکل، سترونیم اوباریم مواد هم شتون لري .
د دې تر څنګ په په مسواک کی ترای میتلامین، سلیکان، تېزاب، ویټامن سی، ټینون، سیپونن(دصابون اجزاء)، فلیونائيډ، ګلایکوسائیډز اواستیرائیډز هم شتون لري چې د ګڼو ناروغیو او په ځانګړې توګه دخولې ښه درمل دي.

دمسواک په هکله تر70 زیات نبوي احادیث راغلی دی، اودخولې پرپاکوالې ئې ډېرټینګارکړیدی نبي کریم ص فرمایي (لَولا اشُقَ علی اُمتي لَاَمرتُهُم بِالسِوٰاکِ عِند کُل وُضُوءٍ)که زما امت ته نه سختیدی ما به دوی ته په هر اوداسه کې د مسواک وهلو امرکړی وای یانې فرض به جوړ شوي وای.

مسواک عموما د گوتې په پنډوالي او د لوېشت په اوږدوالي غوره کېږي. ددې کارول په اسلام کې ځانته ځای لري. په دې اړه د نبي علیه السلام ځانگړي احادیث راغلي چې مفهوم یې داسې دی: د هغه لمونځ چې ورته مسواک ووهلي شي، او د هغه چې ورته ونه وهلي شي، 70 درجې فضیلت لري. [۱] د مسواک په فضایلو ډېری علماوو کتابونه لیکلي.[۲] د روژې په حالت کې هم د هغه مسواک وهل روا دي چې بې خونده واوسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button