(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۶) د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغه پريکړه تصويب کړه چې په له مخې به يې په ټوله سوريه کې د دېرش ورځو لپاره اوربند کېږي.
د امنيت شورا په دغې پريکړه ليک کې راغلي، چې په ټوله سوريه کې دې د دېرش ورځو لپاره بمبارۍ او جګړې ودرول شي او د غوطې سيمې ټولې لارې دې پرانيستل شي، هغه سيمې چې تر محاصرې لاندې دې، بايد محاصره يې لېرې شي، تر څو په دې موده کې خلکو ته بشري مرستې ورسول شي.
د پريکړه ليک پر دغه متن له جنجال وروسته د امنيت شورا پنځلسو غړو هېوادونو د اوربند په ملاتړ رايې ورکړې.
که څه هم د روسيې استازي پر دغې متن نيوکې لرلې خو د متن برابروونکو هېوادونو سويډن او کوېټ د روسيې له موافقې وروسته په متن کې ځينې بدلونونه راوستل او یوه ترې دا غوښتنه لېرې شوه چې جګړه به د متن تر تصويب وروسته په ۷۲ ساعتونو کې بنده شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تېرو څو ورځو راهيسې د سوريې د غوطې سيمې د جګړې او بمباريو لپاره غونډې کولې، له څو ورځو پرلپسې ناستو وروسته تېره ورځ په سوريه کې د دېرش ورځني اوربند په اړه موافقه کړې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اوربند به څومره عملي بڼه غوره کړي.
که څه هم روسيه د امنیت شورا له دايمې غړو څخه ده او د پريکړو د ويټو حق لري خو د راپورنو له مخې د امنیت شورا غړيو هېوادونو د دې لپاره امادګي نيولې وه که روسيه دغه پريکړه ويټو کړي دوی يې بايد پر وړاندې څه اقدام وکړي.
د يادونې ده، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د سوريې پر غوطه الشرقيه سيمه کې د بشارالاسد او روسيې هوايي ځواکونو د بمباريو په ترڅ کې د کوچنيانو او مېرمنو په ګډون تر پنځه سوه عام خلک وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپيان دي.
دغه راز د بشري حقونو اداره وايي، په ياده سيمه کې نږدې درې نيم لکه کسان په جګړه کې بند پاتې دي او د ژوند هيڅ اسانتياوې نه لري.

















