(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۶) د زابل ولايت په اداراتو قضايي او عدلي ارګانونو کې د پراخ فساد او درغليو له کبله خلک اړ شوي چې خپلې دعوې په طالبانو حل کړي.
د دغې ولايت اوسېدونکو شمشاد نيوز ته ويلي، په حکومتي ادارو کې فساد، درغليو او رشوت دې ته کړي چې خپلې ټولې حقوقي او قضايي ستونزې طالبانو ته وړي او په خبره يې چې د هغوی فيصلې د شريعت له مخې خلاصېږي او پريکړې يې هم ژر تر ژره عملي کېږي.
په عين حال کې د زابل والي خيال محمد حسيني هم په حکومتي ادارو کې د فساد شتون مني خو وايي د فساد مخنیوي لپاره يې هڅې پيل کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د دغې ولايت په ادارو کې د پراخ فساد د شتون راپورونه ورکول کېږي، بلکې تر دې مخکې د زابل ولايتي شورا هم ويلي و چې د زابل ډیری خلک د فساد او درغليو له امله دې ته اړ شوي چې خپلې ستونزې په طالبانو حل کړي.
خلک وايي، دا چې د زابل ولايت په زياته خاوره طالبان واکمن دي او حکومت سره يواځې د ولايت د مرکز په شمول د څو ولسواليو مرکزونه دي او هغه هم له فساد څخه ډک وي، نو که دغه حالت همداسې دوام پيدا کړي په حکومت به د خلکو باور ختم او ښايي دا پاتې خاوره هم له لاسه ورکړي.
يواځې زابل نه دی چې اوسېدونکي يې خپلې حقوقي او عدلي ستونزې د طالبانو محکمو ته وړي بلکې د هېواد په زياتره ولايتونو کې عام هېوادوال خپلې لانجې د طالبانو محکمو ته په دې موخه وړي چې د رشوت، درغليو او فساد څخه پاکې او د شريعت له لارې يې فيصله کوي او پريکړې يې هم ډېر ژر عملي کېږي.

















