سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دغسل کولو مسنونه طریقه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 25, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
520
ځلې شریک شوی
314
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ترتیب : احمد جنید مبارز

ځينو دوستانو به د غسل کولو اړوند پوښتني کولې؛ نو زه اړ سوم چي دا لیکنه ترتیب کړم، هیله ده لیکنه ولولئ او معلومات اضافه کړئ.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

غسل په لغت کي د ټول بدن مينځلو ته وايي او په شريعت کي د ناپاکۍ لیري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه د ټول بدن مينځلو ته غسل وايي.

غسل په څلور قسمه دى فرض، واجب، سنت او مستحب:
فرض غسل : له جنابت، حيض او نفاس څخه وروسته غسل فرض دى.

واجب غسل : په دوه ډوله دی:
الف: مړي ته غسل وركول په ژوندي باندي واجب دی.
ب : كه كافر د جنابت په حال كي مسلمان سي په هغه باندي غسل واجب دى.

سنت غسل:
۱_ د جمعې د لمانځه د اداء كولو لپاره غسل كول سنت دی.
۲_ د اخترونو د لمانځه د اداء كولو لپاره غسل سنت دی.
۳_ د عرفات په ورځ د درېدو لپاره له زوال څخه وروسته غسل كول سنت دى.
۴_ د احرام د تړلو لپاره غسل سنت دى كه هغه د حج لپاره تړل وي او يا د عمرې لپاره.

مستحب غسل:
۱_ بالغ كافر چي مسلمان سي او جنب نه وي، نو غسل كول ورته مستحب دي.
۲_ مكې مكرمې ته د دخول لپاره غسل كول مستحب دي.
۳_ كه څوك له لیونتوب او بې سدۍ څخه وروسته جوړ سي غسل ورته مستحب دى.
۴_ مړي ته له غسل ور كولو څخه وروسته پخپله غسل وركوونكي ته هم د ځينو علماو په نظر غسل كول مستحب دي.

د غسل مسنون یا سنت طریقه
غسل که فرض وي یا سنت او یا مستحب په هر صورت کي مسنونه لاره یې دا ده چي اول دواړه لاسونه تر مړوندو پوري درې ځلي ومینځل سي، بیا د بدن څخه نجاست لیري کړل سي هغه هم درې ځله، بیا کوچنۍ او لویه استنجاء تر سره سي، د اړتیا مطابق به استنجاء کوي، بیا په مسنون ډول اودس کول دي که چیري د مینځلو اوبه له پښو سره راټولېدلې، نو له دغه ځایه لیري په بل ځای کي به یې مینځي او که چیري کومه چوکۍ، یا ډبره یا داسي ځای غسل کوي چي هلته اوبه نه راټولیږي نو دغه صورت کي پښې ځای پر ځای مینځل باک نه لري، اول پر راسته اوږه باندي اوبه اچول دي بیا پر چپه اوږه باندي، خو دومره اوبه چي له سر څخه تر پایه ورسي بیا ټول بدن په لاسونو مښل دي، دا یوځل هم بس دي بیا همداسي اوبه اچول کیږي چي اول په سر بیا پر راسته بیا پر چپه اوږه باندي اوبه اچول او کوم ځای چي وچ پاته سي هغه به مښل کیږي او هلته به اوبه هم رسول کیږي بیا همداسي دریم ځل له سر څخه تر پښو اوبه تویول او مینځل دي. (درمختار)

په غسل کي درې شیان فرض دي:
اول: مضمضه ( د خولې مینځل یعني غرغړه کول) چي ټولي خولې ته اوبه ورسيږي. درې ځله
دوهم: استنشاق ( د پزي مينځل ) ترکومه چي د پزي نرم ځای وي تر هغو اوبه رسول دي. درې ځله
دریم: په ټول بدن یو ځل اوبه اچول دي. (هدایه)

الله تعالى فرمايي: [ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ ] ژباړه: او كه تاسو د جنابت په حال كي ياست، نو په ښه ډول طهارت او پاكي وكړئ.
دا امر د ټول بدن د پاكۍ لپاره دى چي په ټول بدن اوبه واچوئ او په ښه ډول يې ومينځئ او تر كوم ځاى چي د اوبو رسېدل ورته ممكن وي هغو ځايونو ته دي اوبه ورسوي او پاكي دي وكړي، د خولې او پزي مينځل د بدن له مينځلو سره تعلق لري په غسل كي يې مينځل فرض دي، پكار ده چي دواړه په ښه توګه پاك سي. ځکه ” تر هر ورېښته لاندي جنابت دی” بیهقي

په غسل کي څلور شیان واجب دي:
۱_ غر غړه کول.
۲_ په پزه کي اوبه اچول.
۳_ د ښځینه و لپاره خپل کوڅۍ وریښتان خلاصول او هغه مینځل.
۴_ پزه کي چي کوم ګنده ګي وي هغه مینځل یا کوم مواد چي پورته نښتي وي له هغه ځایه لاندي برخه مینځل دي. (علم الفقه)

د غسل سنتونه :
۱_ د الله تعالی د رضا لپاره د پاکيدو نيت کول.
۲_ دواړه لاسونه تر مړوندو پوري مينځل.
۳_ د ټول بدن درې ځله مينځل
۴_ اودس کول
۵_ په بدن يا جامه که څه پلیتي پرته وي د هغه لیري کول.
۶_ په تشناب کي لامبل او هلته د جامو اغوستل.

د غسل اداب :
۱_ په ناستي سره غسل کول.
۲_ ډيري اوبه نه کارول.
۳_ د بدن ښه موښل.
۴_ په داسي ځای کي غسل کول چي د نامحرم نظر ور باندي ونه لګیږي.

” د حضرت عايشې رضى الله عنها څخه روايت دى دا وايي چي كله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنابت څخه غسل کولی، نو اول به يې لاسونه پرې مینځل بيا به يې د راسته لاس څخه پر چپه لاس باندي اوبه ور واچولې او استنجاء به يې وكړه بيا به يې اودس وكړ او بيا به يې اوبه راواخستلې او خپلي ګوتي به يې داخلي كړې په بيخو د ویښتانو كي بيا به يې په لپه اوبه په خپل سر توى كړې درې لپي، بيا به يې اوبه تېري كړې په ټول بدن یا جسد باندي او بيا به يې پښې پرې مينځلي” متفق علیه

لوی ټکي: سنتطریقهغسل
مخکینې مطلب

کابل: وسله وال بريد کې د اجرائيه رياست سلاکار وژل شوی

بل مطلب

سوريه کې د دېرش ورځو لپاره پر اوربند هوکړه وشوه

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com