عطانور: د اشرف غني اداره استبدادي رنګ لري او موږ به کله هم له خپلو غوښتنو تیر نه شو

د نوموړي په خبره؛ د تحمیلي حکومت له امله اداري فساد، نا امني، فقر، بیکاري، تبعیض، او نور ناوړه کارونو ته لار هواره شوې چې په خبره یې دوی هڅه کوي دې نظام ته تغیر ورکړي او یو پارلماني نظام ترې جوړ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۶ فرید افغان)

د بلخ والي چې ارګ یې د لرې کولو ادعا لري نن په یوه مشورتي ناسته کې یوځل بیا د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو توندې نیوکې وکړې او هغه یې په استبداد او د واک پر انحصار تورن کړ.
نور وویل؛ اساسي قانون جمهور رئیس ته زیات واکونه ورکړي چې په واقعیت کې یې کاملاً استبدادي او تحمیلي شکل خپل کړی.
نوموړي وویل چې په ۱۳۸۲ کال کې لویې جرګې داسې یو نظام ته رایه ورکړه چې ټول واکونه به د ارګ وي خو په وینا یې چې له دې ټولواکي سره بیا هم حکومت د افغانستان د ترقۍ لپاره هیڅ کار نه دی کړی.
د نوموړي په خبره؛ د تحمیلي حکومت له امله اداري فساد، نا امني، فقر، بیکاري، تبعیض، او نور ناوړه کارونو ته لار هواره شوې چې په خبره یې دوی هڅه کوي دې نظام ته تغیر ورکړي او یو پارلماني نظام ترې جوړ کړي.
د بلخ والي زیاته کړه؛ د ملي یووالي حکومت دخلکو غوښتنو ته هیڅ توجه نه کوي او ژمنه یې وکړه چې د دوی د ژغورنې ایتلاف به دا هرڅه برابر کړي .
نوموړي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې د نظام د تغیر لپاره له ریاستي نه پارلماني ته، همداراز له احزابو څخه د پارلمان د جوړولو ، د تذکرو د ویش څرنګوالی او اوسني کړکیچونه په دقت سره وڅیړي.
نور یوځل بیا پر حکومت تور ولګاوو چې د شمال نا امني ته یې مټې رابډ وهلې او په لوی لاس غواړي د هیواد په شمال کې د داعش لپاره زمینه سازي وکړي.

عطانور وویل؛ چې حکومت د بدخشان د نا امنه کولو لپاره ډیرې پیسې مصرف کړې ترڅو هلته د داعش ډله ولیږدوي، چې په خبره یې نوموړی به په تول قوت سره د دې ملیشو مخه نیسي.

عطا محمد نور همداراز پر خپل ټویټر لیکلي، ”نفوذ لرونکو شخصیتونو، مدني فعالانو، زموږ نړیوالو ملګرو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو له موږ غوښتي چې په کابل کې راتلونکي لاریونونه وځنډوو.“

نور لیکلي چې نوموړی پر دې غوښتنه غور کوي او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره به یوه پرېکړه وکړي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ګډحکومت د عطانور د لرې کولو حکم صادر کړ چې عطانور د نه منلو تر څنګ ځان د حکومت نیم واکی شریک هم وباله
نوموړي ګواښ کړی چې د غوښتنو له منلو پرته به یې هیڅ قدرت له واکه ونه پرزوي.
ارګ لا هم نه دی توانیدلی چې خپل یو عادي والي له مخې لرې کړي او لاهم له ناندریو سره مخ دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button