(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۶) د پکتيکا ولايت د یحی خيلو ولسوالۍ په بازار کې د يوې چاودنې په ترڅ کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې ولسوالۍ امنيه قومندان محمد رضا پاچا رسنيو ته ويلي، نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ په بازار کې په موټرسايکل پسې تړليو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له کبله يې ياد مرګ ژوبله رامنځته کړې ده.
د هغه په خبره، په چاودنه کې د يوه پوليس په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
خو د ښرنې د ملکي روغتون مسئولين وايي، د پېښې له ځای څخه دولس تنه ټپيان ور وړل شوي، چې يو پوليس او پاتې نور ملکيان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چاودېدونکي توکي په موټرسيکل کې ځای پر ځای شوي و.
د عيني شاهدانو په وینا، چاودنې د ځاني زيان اړولو سربيره هټيوالو ته مالي زيانونه هم اړولي او يو شمير دکانونه يې نړيدلي دي، درې موټر په مکمله توګه ويجاړ شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
















