اردوغان امریکا ته: تاسو له ۱۰ زره کیلو متره لرې ولې زموږ خواته راغلی؟

اردوغان امریکا ته په خطاب کې وویل؛ تاسو عجیب زور واکان یاست، موږ له سوریې سره په ۹۱۱ کیلو متره ګډه پوله کې نه شئ زغملی او تاسو له ۱۰ زرو کیلو مترو لرې څخه راغلي یاست او بیا هم موږ تیري ګر او تاسو بشرپال یاست

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۶ فرید افغان)

ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د خپلو پولو په ساتنه کې به له هیڅ کوم هیواد ویره ونه کړي او په دې برخه کې د هیچا مخالفت ته هم سر نه ټیټوي.
اردوغان د حق عدالت ګوند په شپږمه کنګره کې امریکا ته په خطاب کې وویل؛ تاسو عجیب زور واکان یاست، موږ له سوریې سره په ۹۱۱ کیلو متره ګډه پوله کې نه شئ زغملی او تاسو له ۱۰ زرو کیلو مترو لرې څخه راغلي یاست او بیا هم موږ تیري ګر او تاسو بشرپال یاست.
نوموړي وویل؛ موږ ستاسو پر ضد هیڅ کړنه نده ترسره کړې او په وینا یې چې موږ د ولسي خلکو د وژلو پروژه نه لرو او ځینې خلک یې پر ضد په دروغجنو افواهات خپروي.
د اردوغان تر خبرو وروسته امریکایي چارواکو اندیښنه ښوودلې چې ترکیه د سیمې د امنیت لپاره ګواښ ده.
امریکا ویلي چې د ترکیې له خو له روسیې څخه د اس ۴۰۰ دتوغندیو دفاعي سیستم پیرودل د ناټو له اتحاد څخه څرګنده سرغړونه ده او ښایي دا هیواد دامریکا له سختو مالي بندیزونو سره مخ شي.
د روسیې ساخت اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د روسیې له خطرناکو وسلو څخه شمیرل کیږي چې هر ډول توغندی چې په څومره ارتفاع کې وي مخه نیولی او له منځه وړلی شي.
امریکا ویلي؛ د ناټو اتحاد غړي هیوادونه روسۍ وسلې نه لري نو ترکیه هم باید دا اقدام ونه کړي.
که څه هم تر دې وړاندې اروپایي اتحادیې او د ناټو غړیو هیوادونو په دې تړاو اندیښنې څرګندې کړې وې خو د ترکیې له توضیحاتي ځواب وروسته یې په دې اړه چوپتیا غوره کړه، خو دا لومړی ځل دی چې امریکا له دې دفاعي سیستم څخه ویره څرګندوي.

د روسیې اس ۴۰۰ توغندی
ټاکل شوې ده چې روسیه دوه اس ۴۰۰ توغندي په راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې ترکیې ته وسپاري
باید وویل شي چې یاد دفاعي سیستم چین هم له روسیې پیرودلی او اوسمهال په سوریه کې د روسیې په حمیم هوایي اډه کې هم نصب کړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button