سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

په امنیتي اداراتو کې فساد اوج ته رسیدلی

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
فبروري 25, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
په ګمرکونو کې فساد

په ګمرکونو کې فساد

136
ځلې شریک شوی
143
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تفصیلي راپور

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۶ فرید افغان)

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم فاسد هیواد اعلان شوی، رسنیو ته رسیدلي یوه برخه اسناد ښیي چې تر ټولو ډیر فساد په پوځي اداراتو کې ترسره شوی دی.

د هشدار خبري اژانس تر مخه؛ په وروستیو دوو اونیو کې د پولیسو د وظیفوي غفلت له امله ۴۶ عرادې وسایط له منځه تللي چې شاوخوا ۹۶۴،۵۷۸ ډالره زیان یې حکومت ته رسیدلی دی.
په دې لړ کې ۱۲۵ تنه محکمې ته ورپیژندل شوي چې څلور تنه یې جنرالان، ۹۰ تنه افسران، ۵۲ تنه ساتمنان، او ۶ تنه نور د کورنیو چارو د وزارت اړوند غیر نظامي مامورین تشکیلوي.
اسناد ښیي چې یواځې د پروان ولایت د ټیټ رتبه کارمندانو له معاش څخه ۳۱۶،۶۲۴ وهل شوې او د لوړ پوړو چارواکو اکاونټ ته جمع شوې دي.
هشدار ته رسیدلي معلومات ښیي چې ډیری غدر د هلمند له پولیسو سره شوی او په بې رحمانه توګه یې حق تلف شوی دی،چې د خیالي پولیسو دتنخوا وو سربیره چې چارواکي یې په بډه وهي د پولیسو له تنخواو هم فیصدي کټ کوي.
ویل کیږي چې د جوزجان ولایت د ۴۰ پولیسو معاش تر ۵۰۰۰ افغانیو کم دی خو بیا هم ترې مالیه اخیستل کیږي او د لوپړو چارواکو حساب ته جمع کیږي.

د کورنیو چارو په وزارت کې پر ۱۲۵ کسانو چې محکمې ته ور پیژندل شوي تور دی چې یواځې په تیرو څو میاشتو کې یې ۱۴۱،۳۶۴،۱۸۸ افغانۍ او۱۱۸،۲۳۷ ډالره فساد کړی او ټولې یې شخصي جیبونو ته وهلې دي.
همداراز اسناد ښیي چې په تیره میاشت کې یواځې د تیلو په قراردادونو کې ۲،۴۹۳،۵۰۰ افغانۍ وهل شوې دي.
باید وویل شي چې دې وزارت ته ولسمشر غني د فساد د زړه لقب هم ورکړی دی.
تر دې ور اخوا په هغه ارګان کې چې تر ډیره یې څارنه هم کیږي او تر خورا زیاتې توجه لاندې ده هم سلګونه لکه افغانۍ فساد شوی.
اسناد ښیي چې د ځانګړې قطعې په لیکو کې د مهماتو او تجهیزاتو د خرڅلاو او حیف میل له امله ۱۱۸،۲۳۷ ډالره تاوان د دولت بودیجې ته ورغلی دی.
هشدار ویلي چې دا یوه کوچنۍ بیلګه وه چې د دوی لاس ته ورغلې او دچارواکو له قوله یې ویلي چې په دې وزارت کې تر دې څو چنده زیات فساد شوی دی.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت اوس د فساد پرضد دمبارزې ژمنې کړې خو څارونکي په دې اند دي چې تر څو دا بې کفایته چارواکي او د نړیوالو دا بې حسابه مرستې وي تر هغو به د فساد دسترخوان په ټولو دولتي اداراتو کې غوړیدلی وي.
باید وویل شي چې افغانستان څو ورځې وړاندې د نړۍ په کچه ۴ فاسد هیواد اعلان شو.
د شمیرو تر مخه؛ یواځې د ولسمشر د میرمنې دفتر په میاشتنۍ توګه ۲ میلیونه ډالر تنخوا لري او د ولسمشر تر ۵۰۰ ډیر سلاکاران هم د میاشتې سلګونه زره افغانۍ معاشات اخلي.
خو دا هر څه یواځې او د جګړو په لومړیو کرښو کې د جنګیالي عسکر تنخوا بل پلو ، چې هغوی ته حتی یو وخت په مړه ګیډه ډوډۍ نه رسیږي او بیا هم د هغو طالبانو پر وړاندې چې د دې فاسد حکومت وجود نه غواړي، مقابله او مبارزه کوي او له دې فاسد حکومت څخه دفاع کوي.
د سترې محکمې ویاند جمشید رسولي نن په یوه خبري ناسته کې وویل؛ چې د فساد شاوخوا ۱۵۰۰ دوسیې ورته رسیدلې چې غوڅ اکثریت یې لوړ پوړي نظامي چارواکي دي.
نوموړي زیاته کړه چې له ډلې یې ۴۰۰ دوسیې څیړلې او پر نورو کار روان دی .

لوی ټکي: اداري فسادامنیتي ادارېد کورنیو چارو وزارتمحکمه
مخکینې مطلب

شمالي کوریا: تر یوې پیړۍ به له امریکا سره هیڅ ډول خبرې ونه کړو

بل مطلب

اردوغان امریکا ته: تاسو له ۱۰ زره کیلو متره لرې ولې زموږ خواته راغلی؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com