(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۸) د سعودي عربستان د دولتي رسنيو د راپورنو پر بنسټ، د دغې هېواد د پوليسو عمومي قومندانۍ د ښځو لپاره د جلب وجذب مرکزونه پرانيستي څو ښځې وکولی شي په پوځ کې د داخلېدو لپاره خپل غوښتنليکونه وسپاري.
سعودي مېرمنو ته په پوځ کې د شاملېدو لپاره دولس شرایط ايښي دي چې د نورو په ګډون ښځه بايد د دولسم د فراغت سند ولري، دغه راز په مکه، رياض، مدينه، القاسم، عسير، الباها او الشرقيه ښارونو کې ژوند ولري او عمر يې د پنځويشت او پنځه دېرش کلونو تر منځ وي، قد يې ۱۵۵ سانتي متره وي او له کوم بهرني هېواد وګړي سره يې واده نه وي کړی.
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په دغې هېواد کې ښځو ته ډېره ازادي ورکړه چې د موټر چلولو، په کنسرتونو کې د برخې اخيستو سربيره ښځې کولی شي لوبغالو ته ولاړې شي او په بازارونو کې د محرم له شتون پرته سوداګري وکړي.
دغه ټول بدلونونه د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰م کال د پلان يوه برخه ګڼل کېږي.
















