(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د طالبانو سیاسي دفتر امریکا ته د مخامخ خبرو بلنه ورکړه او یوه اعلامیه کې یې واضح کړه چې ”دوی د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل غواړي“ د ارګ او اجرایه ریاست ویاندویانو بیلابیل غبرګونونه ښودلي.
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د افغانستان حکومت غوره ګڼي، چې په کابل او یا د هېواد په کوم بل ولایت کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
نوموړي سره له دې چې د حکومت د رامنځته کیدو او د اداراتو واکونه له بهرنیانو سره دي ټینګار وکړ چې،
د افغانستان حکومت دا واک لري، چې د خبرو بهیر پیل، رهبري او پلی کړي.
له دې سره سره چې طالبانو امریکایان د جګړې اصلي لوری بللی او په قطر کې یې ورسره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی خو چخانسوري بیا پر طالبانو غږ کړی چې که طالبان د خبرو واک لري؛ نو د افغانستان له حکومت سره دې خبرو ته راوړاندې شي؛ ځکه چې په وینا یې امریکا ور سره د خبرو ور تړلی دی.
چخانسوري ونه ویل چې افغان حکومت د طالبانو سره تر خبرو وروسته د دې تضمین کولی شي چې بهرنیان به له هیواده ووځي کنه؟!
تر چخانسوري وروسته د ګډحکومت مشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې سبا به دکابل ناسته کې به د ۲۵څخه د زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي، زه به د ملي وحدت حکومت په استازیتوب طالبانو او پاكستان سره د سولې تفصيلي پیشنهاد وړاندې کړم.
طالبانو که څه هم دپاکستان اغیز تر اوسه هم نه دی منلی او داسلام آباد په څو څلور اړخیزو ناستوکې یې عملاً ثابته کړه چې دوی د هیڅ هیواد ترنفوذ لاندې نه دي، خو افغان حکومت اوس هم دا ډله پاکستان ته منسوبوي.
بل لور ته د اجرایه ریاست ویاند امید میثم د ازادۍ رادیو ته منلې چې بهرنیان د سولې پر بهیر اغیز لري خو زیاته کړې یې ده چې امریکا باید دسولې واک دوی ته ورکړي.
نوموړي ویلي چې د امریکا په ګډون د هر هیواد هڅې چې په افغانستان کې د دایمي او با عزته سولې له ټینګښت سره مرسته کوي، موږ ورته د قدر په سترګه ګورو.
طالبانو په پرونۍ اعلامیه کې ویلي و، په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، ”موږ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل غواړو“.
د طالبانو سیاسي دفتر په دې خبره ټینګار کړی چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري او د جګړې ګرمېدل د هیڅ لوري په ګټه نه ده، ”امریکا باید نور په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې پر سټراټيژۍ تمرکز وکړي. استعمال شوې نظامي لارې چارې، چې په تېرو اوولسو کلونو کې په کراتو تجربه شوی، یوازې جګړه تېزوي او نوره یې هم اوږدوي، چې دا د هیڅ لوري په ګټه نه ده


















