عبدالغفور خليلي
اې مسلمانه !
د اخرت ورځې محکمه وپېژنه مخکې له دې چې پکې حاضر شې ،
(1) ښکاره او څرګنده دوسيه :
وَكُلَّ إِنسٰنٍ أَلْزَمْنٰهُ طٰٓئِرَهُۥ فِى عُنُقِهِۦ ۖ وَنُخْرِجُ لَهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ كِتٰبًا يَلْقٰىهُ مَنشُورًا [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 13]
د هر انسان شاميت (عمل) موږ د هغه په خپله غاړه کښي ځوړند کړی دى. او د قيامت په ورځ به موږ يوه ليكنه (کړنلیک) هغه ته راوباسو چي د يو پرانستي كتاب غوندي به يې ومومي،
(2) د يو سخت محافظ د محافظت لاندې حاضرېدل :
وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآئِقٌ وَشَهِيدٌ [سُوۡرَةُ قٓ : 21]
او هر څوك پداسي حال کښي راغی چي له هغه سره به يو (محشر ته) شړونکی او يو شاهدي ويونكى وي.
(3) ظلم به ناممکن وي :
مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَىَّ وَمَآ أَنَا۠ بِظَلّٰمٍ لِّلْعَبِيدِ
[سُوۡرَةُ قٓ : 29]
زما په وړاندي خبره نه بدلېږي او زه پخپلو بندګانو باندي هيڅ ظلم کوونکی نه يم.
(4) خواخوږى مدافع به هم نه وي :
اقْرَأْ كِتٰبَكَ كَفٰى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 14]
(ورته وبه ویل شي چي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلي محاسبې لپاره ته په خپله كافي یې.
(5) رشوت او خپلوي هم هم نه چليږي :
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 88]
كله چي نه مال څه ګټه ورسوي نه اولاد ،
(6) د نومونه ورته والى به هم کومه ستونزه نه وي :
وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا [سُوۡرَةُ مَریَم : 64]
او ستا رب هېروونكى نه دى.
(7) خپله اعمال نامه هر څوک خپله لولي :
فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ اقْرَءُوا كِتٰبِيَهْ [سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 19]
په هغه وخت کښي چي د چا عملنامه د هغه په ښى لاس کښي ورکړه شي، هغه به ووايي: "ها وګورئ، زما عملنامه ولولئ،!
(8) هيڅوک غيرحاضرېدلى هم نشي :
وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ [سُوۡرَةُ يٰسٓ : 32]
دوى ټول به يوه ورځ زموږ په وړاندي حاضريږي.
(9) خبره هم نشي بدلېدى :
مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَىَّ وَمَآ أَنَا۠ بِظَلّٰمٍ لِّلْعَبِيدِ [سُوۡرَةُ قٓ : 29]
زما په وړاندي خبره نه بدلېږي او زه پخپلو بندګانو باندي هيڅ ظلم کوونکی نه يم.
(10) د درغو شاهدي هم نه چليږي :
يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ [سُوۡرَةُ النُّور : 24]
هغوى دي هغه ورځ نه هېروي چي كله د هغو خپلي ژبي، خپل لاسونه او پښې به د هغو په کړو وړو شاهدي ووهي.
(11) د اعمالو تللو لپاره يوه دقيقه تله ده :
وَنَضَعُ الْمَوٰزِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْـًٔا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفٰى بِنَا حٰسِبِينَ [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 47]
د قيامت په ورځ به موږ برابري تول كوونكي تلي كېږدو. بيا به پر هيچا يو بڅرى ظلم نه وي. د چا چي د سپیلني د دانې په اندازه هم څه کړه وړه وي، هغه به موږ ور مخي ته کړو او د حساب كولو لپاره موږ كافي يوو.


















