کابل ټکی کام فرید احمد
د پاکستان د قبائلو او مهاجرینو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ د پاکستان راډیو له لارې په کویټه کې ویلي دي چې هېڅ داسې شواهد وجود نلري چې افغان کډوال دې په ترهه ګریزو بریدونو کې ښکیل ثابت کړای شي.
د پاکستان د قبائلو او مهاجرینو چارو وزیر د یوه سوال په ځواب کې وویل که چیرې افغان کډوال په غیر قانوني تجارتونو کې په لاس درلودلو کې ګیر شي نو هغه به له هیواد څخه وباسي، او د همدې تورونو د ثبوت لپاره غور روان دی.
عبدالقادر بلوڅ وایي افغان کډوال د نړیوالو اصولو او موافقو پر اساس په پاکستان کې اوسیږي او هیڅوک ددې حق نلري چې هغوی له ملک څخه په زور سره وباسي.
افغان کډوال تقریباً په افغانستان کې د سردار داوود خان د حکومت د پای څخه وروسته په ۱۹۷۸ کې پاکستان ته د کمیونستي ظالم نظام له وجې کډوال شوي وو چې لا تراوسه پکې استوګن دي.


















