کابل ټکی کام فرید احمد
د بشر حقوقو نړیوال سازمانونو د بحرین له خلکو غوښتنه کړې ده چې په هغه کنفرانس کې ګډون وکړي چې د ډیسمبر په لسمه د بحرین بشري ناورین په هکله جوړیږي .
ساحه المنامه ویبپاڼې یو راپور خپور کړی دی چې پکې ویل شوي دي د بحرین د بشري حقوقو مرکز، د بشري حقوقو د څار اداره، په بحرین کې د بشر حقوقو امریکايي ادارې،او په کاناډا کې د بشري حقوقو د عدالت پلي کولو ادارې په شمول یو شمیر نورو ادارو هم د بحرین له خلکو غوښتنه کړې ده چې د انټرنټ له لارې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي او خپل ټول حقوقي مسایل مطرح کړي.
پدغه کنفرانس کې به د بحرین د بشري حقوقو د ادارې مرستیال یوسف المحافظ، د بحرین د حقوقو فعال شاهیناز السید، د بحرین د بشر د حقوقو د څار غړې فریده غلام او نړیوال حقوقي شخصیت مایکل بیان برخه واخلي.
په بحرین کې د ۲۰۱۱ کال څخه راپدیخوا تاوتریخوالۍ زیات شوی دی چې له امله یې په میلیونونو کسان مړه، ټپيان او یا مهاجرت ته مجبور شوي دي.


















