( کابل ټکی کام : ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۴ ل)
له ننګرهار ولایت نه تازه راپورونه وايي چې د دغه ولایت سرخ رود ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د موټر بم په مټ درنه چاودنه شوې .
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوږیاڼي رسنيو ته ویلي دې، چې دا برید نن سهار مهال په شپږو بجو شوی .
خوږیاڼي دغه راز ويلي دي ، چې چاودنه پرامنیې قومندانۍ شوی، چې په یادې چاودنه کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ پشپړه له منځه تللې او شاو خوا بازار کې ۲۵ دوکانونو ته هم زیان اوښتی .
د نګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سمونمل حضرت حسین مشرقیوال چاودنه تاید کړې وايي، چې چاودنې ګڼ شمېر افغان پولیس ټپیان کړي او د وژل شویو په اړه کره معلومات نه لري .
د یادونې وړ ده چې د چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه ده منلی، خو د سیمې خلکو ویلي دي چې چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا د نږدې کورونو شیشې يې ماتې کړي دي .
بدرالدین ځواک


















