شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

اشرف غني جګړه په نارینه وو، سوله په ښځو کوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 3, 2018
کټګوریانې: سرمقاله
0
916
ځلې شریک شوی
97
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 سرلیکنه

په افغانستان کې چې کله پر بهرنیو او افغان پوځونو د طالبانو بریدونه زیات شي، اشرف غني له یوې خوا له طالبانو سره د جګړې لپاره پر ځوان نسل غږ وکړي چې د ”هېواد ساتنه ستاسې مسئولیت او فرض دی“ او بلې خوا ته په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو له قوماندانه وغواړي چې له افغانستانه تللي پوځیان بیا راوغواړي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

اشرف غني ځکه له نیکولسن څخه د بهرنیو پوځونو د بېرته راغوښتلو غوښته کوي چې له طالبانو سره د جګړې په میدان کې د مقابلې څه چې، پر افغان پوځيانو د ارګ د ساتلو باور هم نه لري.

د کابل پروسې له غونډې وروسته، چې د زیات شمېر هېوادونو نماینده ګانو پکې برخه واخیسته، اشرف غني له سي ان ان ټلوېزون سره په مرکه کې وویل، له طالبانو سره د سولې په پروسه کې باید ښځې هم ونډه ولري او افغان مېرمني خپل استازیتوب کولای شي.

اشرف غني د امریکا په امر کله کله پر طالبانو د سولې غږ کوي، خو د ارګ ساتلو لپاره یې د نړیوالو پارټنرانو پوځونو ته سترګې نیولې وي، ځکه د طالبانو په مقابل کې افغان پوځونه د جګړې توان نه لري او اشرف غني له طالبانو سره د سولې واک نه لري، ځکه خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره جګړه له یوې ورځې بلې ته سختېږي او د سولې غونډې کلنۍ کېږي.

طالبانو که له یوې خوا د بهرنیو او افغان پوځونو په مقابل کې په پوره مقاومت جګړه کړې ده، تر څنګ یې تل د سولې په اړه په پوره خپلواکۍ سره هم غږ پوته کړی دی. له دې دا څرګنده شوه چې طالبان په نارینتوب جګړه او سوله دواړه کوي، خو اشرف غني جګړه په نرانو او سوله په ښځو کوي.

طالبانو تراوسه پورې تر یو لک د زیاتو امریکايي او درې لکو پورې افغان پوځ سره له مقابلې مخ نه دی اړولی، په هره جګړه کې یې افغان او بهرني پوځونه له تیښتې سره مخ کړي دي. په۲۰۱۵ز کال کې، د کندز ښار په نیولو د طالبانو مقاومت او د افغان پوځ تېښته له افغانانو علاوه نړیوالو هم ولیده، او اوس چې امریکا له خپلې ناکامیو وروسته د سولې غږ وکړ، طالبان سولې ته هم چمتووالی لري.

څه وخت چې بهرني پوځونه په بشپړه توګه، د افغان پوځ په ملګرتیا، له طالبانو سره په جګړه بوخت وو او طالبانوچې کومې سیمې له حکومتي ځواکونو نیولې، تراوسه پورې د طالبانو په واک کې دي. بې۲۵ بم غورځوونکو او بلېک هاک څرخي الوتکو خپل وروستی زور پر طالبانو وازمایه خو ترې ویې نه نیولې.

افغان حکومت ته اوس دوه لارې پاتې دي، یا به استعفا ورکوي او یا به له طالبانو سره د سولې په نوم ځان پخلا کوي، چې په دواړو لارو کې هره یوه غوره کوي په ګټه ورته تمامېږي، ځکه چې طالبان هم جګړه کوي او هم سوله، د جګړې او سولې دواړو میدانونو کې طالبانو په یوه دریځ کامیابي ترلاسه کړې ده.

دا مهال د افغان حکومت پر اوږو دروند بار پروت دی، نه جګړه کې کامیابي ترلاسه کولای شي  او نه له طالبانو نیول شوې سیمې بېرته نیولای شي. نارینه چې  جګړه ونه ګټي، ښځې یې هیڅ وخت په سوله کامیابي نه شي ترلاسه کولای.

مخکینې مطلب

ولایتی شورا: فاریاب دسقوط شیبې شمیري

بل مطلب

د روزګان والي: امنيتي مسئولين بې کفايته دي او د غلا لپاره سره یو شوي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com