جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ملي اردو له تښتېدلو منطقوي پوځ جوړېږي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 4, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
373
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 تبصره

د نورو بهرنیو پوځونو د رالېږلو او هم د افغان پوځ په موجودیت کې دفاع وزارت تراوسه په دی ونه توانېد چې په هېواد کې له طالبانو نیول شوې سیمې بېرته ونیسي او موجوده نظام د ورځ په ورځ مخ په زیاتېدونکو ناامنیو له امله له سقوطه وژغوري.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دفاع وزارت له طالبانو سره د مقابلې لپاره بله لار نه لري ځکه یې د نور پوځ په جوړولو هڅې پیل کړې دي. دفاع وزارت به د نور پوځ په جوړولو دمخه لاس پکار شوې وای خو په امنیتي مسئولینو کې داخلي اختلافاتو یې مخه نیولې ده. په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې یو شمېر چارواکي وايي، پر ځای د دې چې نور پوځ جوړ کړل شي او پرې پراخه ډالري لګښتونه وشي، غوره به دا وي چې همدا شته پوځ له طالبانو سره د جګړې پر مهال په خپل وخت اکمال کړل شي.

دفاع وزارت د جمهوري ریاست د جوړې شوې طرحې له مخې پر دی کار کوي چې په هېواد کې د لیرو پرتو سیمو د لاسته راوړلو لپاره نور ځوانان وګماري او دا پروسه ګړندۍ کړي. خو هغو ستونزو ته په کتو چې د ملي اردو پر وړاندې پرتې دي فکر نه کېږي چې دفاع وزارت به د جمهوری ریاست لخوا په نوې طرحه کې کامیاب شي.

د نوي منطقوي پوځ لپاره دفاع وزارت درې پړاوونه په نظر کې نیولي دي څو په درې واړو پړاوونو کې د اړتیا وړ ۳۶ زره کسیز پوځ پوره کړل شي.

د جمهوري ریاست لخوا د منطقوي پوځ د جوړولو یوه موخه دا ده چې د اروپايي هېوادونو په لوري له هېواده د وتونکو ځوانانو مخه ونیسي او هم د منطقوي پوځ په جوړښت ملي اردو غښتلې کړي.

د دفاع  وزارت د ویاند، دولت وزیري، په وینا، د منطقوي ځواکونو دا طرحه د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا تایید شوې او دفاع وزارت يې تطبیق ته هڅې پیل کړي دي، چې په راتلونکي نږدي وخت کې به د منطقوي پوځ لپاره نوي ځوانان وګمارل شي.

د منطقوي پوځ د جوړښت لپاره هغه ځوانانو ته اړتیا ده چې لوستي وي او هم  پوځي تجربه ولري. دفاع وزارت په نظر کې لري هغه ځوان وګماري چې دمخه یې پوځې زده کړې کړې وي.

دفاع وزارت که د ملي اردو له تښتېدلو عسکرو منطقوي پوځ جوړوي نو سر له اوسه یې دا هڅه ناکامه ده، ځکه هغه چې دمخه له ملي اردو تښتېدلي دي، هغه ټول په نشه يي توکو روږدي بداخلاقه کسان دي چې د همدې ستونزو په  لرلو له ملي اردو تښتېدلي دي.

که دفاع وزارت نوی منطقوي پوځ په ولایاتو کې د ځینو سیمو له طالبانو د تصفیې په موخه جوړوي نو سر له اوسه دې دا ومني چې طالبان به د تصفیې پر ځای نور هم حضور پیدا کړي او ګمارل شوی منطقوي پوځ به یې طالبانو ته په تسلیمېدو تصفیه کړل شي.

مخکینې مطلب

له هیواد بهر افغان مسافر ورور ته !

بل مطلب

د ولسمشر د دوهم مرستیال کسانو، د طلوع نیوز خبریال او وروریې سخت ډبولي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com