کابل ټکی کام فرید احمد
راپورونه وایي چې په سوریه کې د داعش تر کنترول لاندې سیمه ډیر ایزور باندې روسي جیټ الوتکو سخته بمباري کړې ده چې به نتیجه کې ۴ سوري فوځیان وژل شوي او یو تعداد زخمیان دي.
په برتانیه کې د سوريې د بشر حقوقو د څار اداره وايي چې برید د سایقه فوځي کمپ چې د ایاش مینې سره نږدې پروت دی باندې شوی دی.
پدې حمله کې ۱۳ سوریايي فوځيان زخمیان شوي دي.
د سوريې یو حکومتي چارواکې رویټرز ته منلې ده چې برید په فوځي بیس باندې شوی دی چې زیات کسان پکې مړه او ژوبل شوي دي او یو زیات تعداد مالي زیان یې هم اړولی دی.
تراوسه دا ښکاره نده چې بمباري چا کړې ده خو دا علاقه د داعش تر ولقې لاندې ده او په همدې علاقه باندې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف هم له ډیره وخته حملې کوي.
روسانو هم د سپتمبر په میاشت کې په سوریه باندې بمبارۍ شروع کړي دي چې تراوسه یې له ۴۰۰ زیات سوري وګړي وژلي دي.
په همدې ښار کې تیره شپه یوې بلې بمبارۍ یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان ووژل.


















