کابل ټکی کام فریداحمد
اوباما تیره یکشنبه مازدیګر په سپینه ماڼی کې له خپل دفتر څخه په وینا کې وویل چې هفته وړاندې په کالیفورنیا کې حمله یوه تروریستي واقعه وه او څوک به پرینږدي چې روانه جګړه د اسلام او امریکا ترمنځ پر یوې شخړې واوړي.
اوباما ویلي دي چې باید خپل سرتیري سوريې او عراق ته وانه ستول شي او نه بایدیو ځل بیا په اوږده جګړه کې ښکیل شو، خو پدې یې ټينګار وکړ چې داعش به د نړیوال ائتلاف لخوا مات کړای شي.
نوموړي زیات کړه: «داعش د اسلام نماینده ګان نه دي. هغوی د انسانیت قاتلین دي، د مرګ یوه فرقه ده…» دی وایې «په دنیا کې د تروریزم قربانیان اکثر مسلمانان دي. که چیرې مونږ غواړو چې په تروریستانو کامیاب شو نو د مسلمانانو جامعې باید له مهمترینو ملګرو څخه وګڼو او جذب یې کړو، نه داسې چې هغوی باندې بد ګمان وکړو او نفرت ځينې وکړو.»
اوباما په خپله وینا کې وویل: « مونږ نه غواړو چې یو ځل بیا په عراق او سوریه کې په ځمکنۍ جګړه کې ښکیل شو. خو د اسلامي دولت ډلې په څیر ډلې غواړي چې مونږ هلته ښکلیل شو، دوی پوهیږي چې دوی په ځمکني جګړو کې نشي ماتیدلای. او د اسلامي دولت جنګیالي په عراق کې د هغو ډلو غړي وو چې مونږ څوکاله ورسره جنګیدلي یو، دوی بوهیږي که چیرې مونږ هلته ورشو او ښکلیل شو نو ډیر کاله به شخړه روانه وي، زمونږ په زرګونه فوځيان به ووژل شي او زمونږ سرچینې به هم وچې شي.»
نوموړي په هوایي بریدونو ټينګار وکړ اوویې ویل چې سیمه ایز ځواکونه دې ځمکې تصفیه کوي او امریکا به بمبارۍ کوي.


















